د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه ترسره شوه

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۱ - ۱۸:۲
هه

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري پلاوي غونډه د پنجشنبې په ورځ 21/11/1400 د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شیخ حدیث شهاب الدین دلاور په مشرۍ، د تخنیکي معین الحاج مولوي محمد عیسی آخند، د جیولوجي سروې معین انجینیر نورالله ستانکزی او د یو شمېره رئیسانو په ګډون د کار د چټکتیا په موخه د یاد وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې د استخراجي سکتور د وضعیت د ارزونې ترڅنګ پر شته موخو، پلانونو او ستراتیژیو خبرې وشوې او په پای کې مسؤلینو ته د چارو د ښه والي، د کار د چټکتیا او شفافیت په اړه لازمې لارښوونې وشوې.

وروسته بیا رئیسانو له اجنډا سره سم پر اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د ستونزو د اوریدو پر مهال یې خپل وړاندیزونه وړاندې کړل، چې په هره برخه کې د غونډې د غړو د نظریاتو له اوریدو وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول.

او په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لارښوونه وکړه، چې د رئیس الوزرا عالي مقام د لارښوونو، تصویبونو، پریکړو او نورو مواردو د تعقیب په اړه دې اړوندو مسوولینو ته پر وخت راپور وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۴۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۸:۵۰
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۷:۲۶
Background image

د ډایکنډي ولایت د مرمر ډبرو تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ډایکنډي ولایت د مش علیا د مرمر ډبرو تړون، چې ۱۶،۷۴ کیلومټره مربع مساحت لري د ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۹مه نېټه د میزان. . .

بېرته خبرونه ته