په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې د نیفرایټ کانونو د څلورو ساحو داوطلبۍ

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۲۸ - ۱۳:۳۰
sds

په کنړ او ننګرهار ولایتونو کې د نیفرایټ کانونو د څلورو ساحو د داوطلبۍ جريان
د کانونو او پټرولیم وزارت د 28/10/1400 نیټې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالی د یارګي په ساحه کې د 1f بلاک ساحه، لومړی  وبر چنچین، د خاص کنړ ولسوالی، اولوناو او دویم بلاک، ګوشتې ولسوالۍ کې د کانونو وزارت د غونډو په دفتر کې داوطلبۍ په شفافه توګه ترسره شوه.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج شېخ الحدیث مولوي شهاب الدین دلاور د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالی د یارګي په ساحه کې د 1f بلاک ساحه، لومړی  وبر چنچین، د خاص کنړ ولسوالی، اولوناو او دویم بلاک، ګوشتې ولسوالۍ چې وړاندې اعلان ته سپارلی وو، چې د موجوده هئیت, رسنۍ او شپږ وېشت هغه شرکتونه چې د وړاندیزونو په ارزونه کې یې د داوطلبۍ شرایط پوره کړي وو، د یوې شفافې پروسې له مخې ترسره کړه.
په دغه داوطلبۍ کې د بهیر ماربل شرکت في ټڼ نفریت د یو میلیون شپږلکه او دېرش زره (1630000) افغانیو په ارزښت او د رویال کان کیندنې شرکت في ټڼ د یو میلیون پنځوس زره (1050000) افغانیو په ارزښت او د جونګ بوتي خو کان کیندنې او پروسس شرکت  في ټن اووه سوه زره (700000) افغانیو په ارزښت او د افغان زمين سنګ شرکت في ټڼ په پنځه لکه او شل زره (520000) افغانیو پا ارزښت ګټونکي شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۶:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ټاپي پروژې له رئیس سره وکتل


د کانونو او پټرولیم وزیرالحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د کب میاشتې په ٢١ نېټه په خپل کاري دفتر کې د ترکمنستان له سفیر ښاغلي خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

بېرته خبرونه ته