د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د دغه وزارت رهبري پلاوي 18/10/1400 نېټې له ښاغلي وفا حاجی یوف او د ترکمنستان له سفیر سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې د ټاپي پروژې د پرمختګ او چټکټیا په بېلابېلو برخو او په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پېل په اړه خبرې وشوې.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د اسلامي امارت له پیل راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او ورورګلوۍ اړیکې ټینګې دي او دواړه لوري غواړي چې په افغانستان کې د ټاپي ګازو د نل لیکې د پروژې بهیر ګړندی کړي.
ښاغلي وفا حاجی یوف د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبرۍ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د 2022 کال د جنورۍ په 20 به له ترکمنستان هېواد څخه پلاوی افغانستان ته واستول شي څو د ګډو تړونونو په اړه خبرې وکړي.