د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره وکتل.

firoz_admin
Sat, Jan 08 2022 12:57 PM
dsd

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور او د دغه وزارت رهبري پلاوي 18/10/1400 نېټې له ښاغلي وفا حاجی یوف او د ترکمنستان له سفیر سره په خپل کاري دفتر کې ليدنه وکړه.

په دغه ليدنه کې د ټاپي پروژې د پرمختګ او چټکټیا په بېلابېلو برخو او په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پېل په اړه خبرې وشوې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: د اسلامي امارت  له پیل راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوستۍ او ورورګلوۍ اړیکې ټینګې دي او دواړه لوري غواړي چې په افغانستان کې د ټاپي ګازو د نل لیکې د پروژې بهیر ګړندی کړي.

ښاغلي وفا حاجی یوف د کانونو او پټرولیم وزارت له رهبرۍ څخه د مننې په ترڅ کې وویل: د  2022 کال د جنورۍ په 20 به له ترکمنستان هېواد څخه پلاوی افغانستان ته واستول شي څو د ګډو تړونونو په اړه خبرې وکړي.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS