د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د لوګر ولایت د کان څخه لیدنه وکړه.
جمعې ورځ ۲۲/۳/۱۴۴۳ نېټه
په دغه لیدنه کې د افغانستان اسلامي امارات د کانونو او پټرولیم وزرات سرپرست الحاج مولوي محمد عیسی آخند، عبدالستار عرفان، د لوګر ولایت د کانونو رئیس قاري هارون او یو شمېر نورو د محمد آغې ولسوالۍ د کرومایت کان او د دې ولایت له مس عینک او تعمیراتي ډبرو له کانونو څخه لیدنه وکړه او د مس عینک کان مسئولینو ته یې هدایت وکړ چې د دې کان له ماشینونو او تجهیزاتو څخه ساتنه وکړي. او همدارنګه د هاشمي ګروپد له کان څخه یې لیدنه وکړه چې موخه یې د یاد کان څخه د کار څارنه وه.