د افغانستان او چک جمهوریت چارواکو د دواړو هیوادونو  ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه ناسته ترسره کړه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۶:۸
یی

په دغه ناسته کې د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد فیضي غوریاني، د پانګونې اسانتیا واحد عمومي رییس عطاالله نصیب، د ملي تداروکاتو عمومي رییس کبیر عیسی خېل او افغانستان سفیر شهزاد ګل اریوبي د افغان - چک - سلواک سوداګرۍ او پانګونې تر عنوان لاندې د چک جمهوریت له چارواکو سره، په دوه ورځنۍ ناسته کې ګډون وکړ.

د کانونو او پټرولیم وزیر په افغانستان کې د شته کاني منرالو او کاني زیرمو په اړه د یادې ناستې ګډونوالو ته د مفصلو معلومات د وړاندې کولو ترڅنګ، وو ویل: په افغانستان کې د تریلیونو ډالرو په ارزښت د کانونو او هایدروکاربنونو په برخه کې کاني زیرمې لرو، او پدې برخه کې یې د چک جمهوریت له دولت او خصوصي سکتور له پانګوالو وغوښتل؛ ترڅو د افغانستان د کاني سکتور په شته فرصتونو پانګونه وکړي.

ښاغلي چخانسوري وویل، چې چک جمهوریت پخوا په افغانستان کې د هرات د سمنټو فابریکه درلوده، چې په یاده برخه کې یې د پام وړ فعالیتونو له امله تر اوسه پورې په ښه نوم یادیږي، او افغانستان غواړي چې په یاده او ورته نورو برخو کې د چک دولت او خصوصي سکتور پانګوونه راجلب کړي.

همدارنګه محترم وزیر د خپلو خبرو په ترڅ کې د شته فرصتونو ترڅنګ، په یاد سکتور کې د قانوني اصلاحاتو او د الکترونیکي یا ډیجیټلي سیستم د پروسې په اړه چې په افغانستان کې د پلي کیدو په حال کې دي، په ځانګړي توګه په کانونو او پټرولیم وزارت کې په ازمایښتې ډول پکار اچول شوي، معلومات وړاندې کړل.

د ناستې په پای کې، د کانونو او پټرولیم وزارت وزیر د چک جمهوریت له کوربتوب څخه د مننې ترڅنګ، وو ویل چې افغان حکومت هیله لري، ترڅو په ګډه توګه د افغانستان د صنایع استخراجي سکتور له لارې، چې د افغانستان په پرمختګ کې رغنده رول لوبوي، د هېواد پرمختګ ته لاره هواره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

بېرته خبرونه ته