محمد هارون چخانسوري: زموږ موخه د استخراجي صنایعو د سکتور له لارې له دوست هېواد تاجیکستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۸:۳۸
بب

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن سهار په کابل کې د تاجیکستان سفیر ډاکټر شریفي سعدي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل. په دې کتنه کې، د کانونو او هایدروکاربن په برخو کې د همکارۍ د فرصتونو په اړه ګټور بحثونه ترسره شول.

د کانونو او پـټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د تاجیکستان سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: زموږ موخه د استخراجي صنایعو د سکتور له لارې له دوست هېواد تاجیکستان سره د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا ده او دې موخې ته د رسېدو لپاره دې ګډ تخنیکي ټیمونه وټاکل شي ترڅو د هراړخیزو بحثونو او مشورو په ترسره کولو سره، د همکاریو لپاره عملي زمینه برابره کړي.

په کابل کې د تاجیکستان سفیر ډاکټر شریفي سعدي وویل: د کانونو او هایدروکاربن په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو ترڅنګ،کولای شو چې د استخراجي صنایعو په برخه کې د افغانستان تخنیکي متخصصینو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې هم همکاري وکړو.

محمد هارون چخانسوري د افغان متخصصینو د ظرفیت د لوړولو پخاطر د تاجیکستان هېواد له لېوالتیا څخه هرکلی وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۳۳
Background image

د نویو ګمارل شویو کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرام ترسره شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د نویو ګمارل شویو کارکوونکو او اجراییه مدیرانو لپاره روزنیز پروګرام د کارکوونکو چارو ریاست د روزنیزو پروګرامونو د آمریت په نوښت او د ملکي خدمتونو د انسټیټوټ په. . .

بېرته خبرونه ته