د کانونو او پټرولیم  وزارت مالي او اداري مرستیال د کویټ هېواد لپاره د افغانستان له سفیر سره وکتل

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۷ - ۱۲:۱۶
215

د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد حمید یوسفي د کویټ هېواد لپاره د افغانستان له سفیر سید جاوید هاشمي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې، ښاغلي یوسفي د کویټ هېواد لپاره د افغانستان د سفیر له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د کانونو او پترولیم وزارت او د کویټ هیواد ترمنځ د تفاهم لیکونو د لاسلیک، د افغانستان صنایع استخراجي سکتور ته د پانګونې د راجلبولو او د وزارت د نوي رهبرۍ د لید لوري په اړه، چې له امله به یې د افغانستان د صنایعو استخراجي سکتور د اقتصادي پیاوړتیا په کلي بدل شي خبرې وکړې.

 سید جاوید هاشمي د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ څخه د ستاینې تر څنګ، په یاد وزارت کې د تحرک د ایجاد په موخه، د خپله اړخه د همکارۍ ډاد ورکړ.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۹:۱۴
Background image

د ټاپي پروژې د هرات برخې ساختماني چارې اتیا سلنه پرمخ تللي

د افغانستان په خاوره کې د ټاپي ګازو نللیکې د هرات برخې رغنیزې چارې په بېلابېلو کاري برخو کې په چټکۍ سره روانې دي او د یادې پروژې په مهمو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
دا مهال د هرات. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۹:۵۶
Background image

د سروې او جیولوجي مرستیال د کندهار له والي سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د کندهار ولایت له والي الحاج ملا محمد شیرین آخند سره د هغه په کاري دفتر کې وکتل.

News

په دغه لیدنه کې ښاغلي سعید د. . .

بېرته خبرونه ته