محمد هارون چخانسوري: د افغانستان اقتصادي رفاه، ټولنیز پرمختګ، د منابعو څخه موثره استفاده او ددې بیرغ تر سیورې لاندې د افغانانو ګډ ژوند زمونږ لپاره مهم ارزښتونه دي

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۵/۷ - ۱۳:۳۹
بیرق


د کانونو او پټرولیم وزارت نن سهار د ملي بیرغ ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځله. دغه مراسم چې د وزارت په انګړ کې ترسره شول، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري، د وزارت معینانو او کارکونکو په کې ګډون درلود.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري په خپله وینا کې وویل: د افغانستان اقتصادي رفاه، ټولنیز پرمختګ، د منابعو څخه موثره استفاده او ددې بیرغ تر سیورې لاندې د افغانانو ګډ ژوند زمونږ لپاره مهم ارزښتونه دي. مونږ باید ددې بیرغ د برم د ساتلو لپاره خپل مکلفیتونه په سمه توګه ترسره کړو او ددې بیرغ د عزت او وقار د ساتلو لپاره لاس په کار شو.

محمد هارون چخانسوري د افغانستان د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو له سرښندنو څخه د قدردانۍ ترڅنګ وویل: موږ باید ژمنه وکړو چې د کانونو سکتور په یوه عایداتي، شفاف او ځواب ویونکي سکتور بدل کړو ترڅو کاري فرصتونو او اقتصادي پراختیا او ملي هوساینې ته زمینه مساعده شي.

د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست محمد هارون چخانسوري او د وزارت د رهبري هیئت او کارکونکو د وزارت په انګړ کې د افغانستان ملي بیرغ د پورته کولو مراسم ترسره کړل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته