په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه

kamran_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۲
news

د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه
په دې داوطلبۍ کې، چې د ولایت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د والي استازی، د کانونو رئیس، د اړوندو ادارو سیمه‌ییزو مسوولینو، کان کیندونکو، د هېواد د بېلابېلو برخو څخه ملي سوداګرو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
په یاده بولۍ کې (۴۴۰۵) قیراطه زمرد د (۳۱۵۳۰۹۱) درې میلیونه یوسل درې پنځوس زره یونوي افغانیو په ارزښت د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول، چې دا د کانونو د عوایدو د زیاتوالي او پانګوالو ته د لا زیاتو فرصتونو برابرولو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۸:۲
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د څلورو سترو کاني پروژو د امنیت د تأمین په موخه تړونونه لاسلیک کړل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي شیخ عبدالرحمن قانت او د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې امنیتي تصدۍ مرستیال الحاج مولوي سعیدالله حماس ترمنځ د هېواد د څلورو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۲۸
Background image

د ټاپي پروژې د رغونې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي پروژې د کاري پرمختګ په برخه کې د هرات ولایت په مربوطاتو کې د پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې دمه د نللیکې د رغونې په بېلابېلو برخو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د پروژې  د. . .

بېرته خبرونه ته