د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۴.۹ او ۵ درجې په کچه دوه زلزلې ثبت کړې

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۶
*د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۴.۹ او ۵ درجې په کچه دوه زلزلې ثبت کړې*

د کانونو او پټرولیم وزارت د سایزمیکي مرکز د ثبت شویو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۵مه نېټه، د شپې شاوخوا ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې د ۵ درجې په کچه یوې زلزلې د نورستان ولایت مرکز پارون او د شپې شاوخوا ۱ بجه او ۳۷ دقیقې د ۴.۹ درجې په کچه بلې زلزلې د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ اړوند سیمې لړزولې دي.
د لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، د لومړۍ زلزلې مرکز د نورستان ولایت د پارون ښار سوېل ختیځ لوري ته شاوخوا ۷۵ کیلومتره واټن او ژوروالی یې ۱۰۱ کیلومتره اټکل شوی دی. همدارنګه، د دویمې زلزلې مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ اړوند د هندوکش غرونو په سیمه کې، د جرم ولسوالۍ له مرکز څخه شاوخوا ۴۴ کیلومتره واټن او ژوروالی یې ۱۹۱ کیلومتره اټکل شوی دی.
د سایزمیکي مرکز د معلوماتو له مخې، یادې زلزلې د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم محسوسې شوې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د هېواد په کچه د زلزلې فعالیتونو د څارنې او ثبت په موخه، د زلزلو معلومات په دوامداره توګه څاري او ثبتوي.
د یادونې وړ ده، چې د زلزلې اړوند لومړني ثبت شوي معلومات د نویو او دقیقو معلوماتو له ترلاسه کېدو سره د بدلون وړ دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۶
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سایزمیکي مرکز د ۴.۹ او ۵ درجې په کچه دوه زلزلې ثبت کړې

د کانونو او پټرولیم وزارت د سایزمیکي مرکز د ثبت شویو معلوماتو له مخې، د ۱۴۰۵ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۵مه نېټه، د شپې شاوخوا ۱۰ بجې او ۱۵ دقیقې د ۵ درجې په کچه یوې زلزلې د نورستان. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۲:۳۵
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبي ترسره شوه

د نورستان ولایت د کانونو ریاست له لوري د یاد ولایت په کانتیوا ولسوالۍ کې د بېلابېلو کانونو څخه استخراج شوي بېروج او کنزایټ د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۵
Background image

د جوزجان ولایت د جنګل‌کلان سیمې د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، د امارتي شرکتونو. . .

بېرته خبرونه ته