په لوګر ولایت کې کرومایټ کان پروژې د ټولنیزو خدمتونو له لارې د یو روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پېل شوې.

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۶ - ۹:۵۸
ص

د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ په مغول خېلو کې د روغیتايي مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره د 80 زره ډالرو په ارزښت د لوګر ولایت د کانونو رئیس، د محمداغې ولسوال او د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس په حضور کې د کرمایټ کان کېندنې ستانه بابا قراردادي شرکت له لوري کېښودل شوه.
د یاونې وړ ده چې د ټولنیزو خدمتونو پروګرام کې د یاد کان ستانه بابا استخراجي شرکت په ژمنو کې د یو روغتیايي مرکز جوړول وو چې د لوګر صحت عامې په همغږۍ سره به د دوه کلونو په جریان کې چارې بشپړې شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۶ - ۱۸:۲۳
Background image

د طوطي میدان ګازي بلاک تخنیکي ستونزو د حل په موخه د افغانستان او ازبکستان استازو ګډه ناسته ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي او مسلکي پلاوي د طوطي میدان ګازي بلاک د تړون اړوند شته تخنیکي ستونزو د ګډې ارزونې او حل‌لارې موندلو په موخه د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته سفر کړی دی.

د. . .

بېرته خبرونه ته