محمد هارون چخانسوري: موږ د کانونو د سکتور لپاره یوه داسې راتلونکې ترسیم کړې چې د ټولنې هر فرد به یې له ګټو برخمن شي

firoz_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۶ - ۱۷:۱۸
اهل

د کانونو او پټرولیم وزیر، محمد هارون چخانسوري، نن ماسپیښین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د پالیسۍ او د استخراجي برنامو معین محمد عتیق ذکي، د وزارت کارکونکو ته معرفي کړ.

د مراسمو په پیل کې د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین محمد حمید یوسفي د پالیسۍ او استخراجي برنامو د معین د تقرر په اړه د ولسمشر حکم قرائت کړ.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري ښاغلي محمد عتیق ذکي ته د نویو مسئولیتونو د مبارکۍ ترڅنګ وویل: د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد او د خلکو د اقتصادي رفاه لپاره یو ستر حیاتي سکتور دی. موږ په دغه سکتور کې د پایدار تحرک رامنځته کولو ته ژمن یو او دغې موخې ته د رسېدو لپاره د پیاوړو ملي کادرونو جذبولو ته اړتیا ده ترڅو د وزارت د لیدلوري او د کانونو د لارې په نقشه کې د تعریف شویو لومړیتوبونو پر بنسټ، موثرې برنامې ترتیب او تطبیق کړو. 

محمد هارون چخانسوري زیاته کړه: موږ د دې سکتور لپاره یوه داسې راتلونکې ترسیم کړې چې د ټولنې هر فرد به یې له ګټو برخمن شي، اقتصادي رفاه به تامین کړي او د ملی عوایدو کچه به خورا لوړه کړي.

د پالیسۍ او د استخراجي برنامو معین محمد عتیق ذکي په خپله وینا کې د حکومت د رهبرۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه له باور څخه د مننې ترڅنګ وویل: د کانونو د سکتور د اهمیت په هکله غوره پوهاوی او درک لرم، او د دغې پوهې په واسطه به، په ټولې ژمنتیا سره ددغه سکتور د لا پراختیا لپاره، هلې ځلې ترسره کړم. 

محمد عتیق ذکي وویل: د هدفمندو څېړنو ترسره کول د کانونو په سکتور کې اوسنیو ننګونو ته د ځواب موندنې او د موثریت د ایجادولو یوازینې لاره ده. ددې لپاره چې د کانونو په سکتور کې ډېر موثریت ایجاد شي، اړتیا لېدل کیږي چې دا سکتور په خپل بنسټي فعالیت چې د پالیسي جوړونکي او نظارت کونکي رول دی، تمرکز وکړي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۷
Background image

د خوست ولایت د سرو زرو کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د خوست ولایت د شمل ولسوالۍ د سورکاڼي سیمې د سرو زرو کان تړون د جاوید. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۶:۲۰
Background image

د سمنګانو ولایت د سمنټو تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۸مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د سمنګانو ولایت د فېروز نخچیر ولسوالۍ د ایبک سمنټو پروژې تړون له ایبک. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۷:۲۴
Background image

ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه

د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر علي‌رضا بیکدلي د. . .

بېرته خبرونه ته