ایراني پانګوالو د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه
د کانونواو پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه نېټه، د شنبې په ورځ د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر عليرضا بیکدلي د افغانستان او ایران د ګډو سوداګریزو خونو له رئیسانو او مل پلاوي سره د وزارت د غونډو په تالار کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ایران سفیر د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پخواني سفر پر مهال د شویو هوکړو په چوکاټ کې د خپلو طرحو او برنامو په اړه خبرې وکړې او د دواړو هېوادونو ترمنځ په ځانګړي ډول د کانونو په برخه کې یې د همکاریو د پراختیا غوښتنه وکړه.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل: افغانستان د طبیعي او کاني سرچینو له پلوه یو بډایه هېواد دی، د کانونو او پټرولیم وزارت له ټولو نړیوالو پانګوالو څخه چې د هېواد د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا ولري هرکلی کوي او د هغوی د فعالیتونو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
ورپسې په افغانستان کې د ایران د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس د وزارت له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: په افغانستان کې د شته امکاناتو، نوي وضعیت او د سراسري امنیت د ټینګښت له امله ایراني شرکتونه او پانګوال د کانونو او نفتو په برخو کې پانګونې ته لېوال دي. نوموړي همداراز د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخو کې د انجینرانو د روزنې او د تجربو د لېږد په موخه د خصوصي شرکتونو له چمتووالي خبر ورکړ.
د غونډې په پای کې د پالیسۍ او برنامو مرستیال د کانونو د قانون او کړنلارو په چوکاټ کې د دې وزارت د هر اړخیزو همکاریو ډاډ څرګند کړ.
