محمد هارون چخانسوري: معلوماتو ته د لاسرسي او د کانونو په هکله د کره تحلیل پرته به موږ له دې منابعو څخه اغېزناکه ګټه وانخستل شو

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۷:۴۵
سروی

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري، نن ماسپیښن، نورالله  ستانکزی د سروې جیولوجي معین په توګه د وزارت کارکونکو ته معرفي کړ. 

په دغو مراسمو کې، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیس احمد جاوید رسولي، د کانونو او پټرولیم وزارت معینانو او د دې وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رئیسانو ګډون درلود. 

په پیل کې، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري معین محمد حمید یوسفي د نورالله ستانکزي د تقرر په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام حکم قرائت کړ. 

ورپسې د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري وینا وکړه او په خپلو خبرو کې یې د سروې جیولوجي نوي ټاکل شوي معین نورالله ستانکزي ته د مبارکۍ ترڅنګ، د دې معینیت د پخواني معین حسین داد شفایی له خدماتو څخه مننه وکړه او دوی ته یې د ډېرو بریالیتوبونو هیله څرګنده کره.

محمد هارون چخانسوري وویل: د معلوماتو د راټولولو، تصنیف او تحلیل په برخه کې په ځانګړي ډول د یوې منسجمې او کره برنامې په واسطه په جغرافیایي معلوماتو کې د خالیګاو پېژندنه، د سروې جیولوجي معینیت له بنسټي وظایفو څخه دي. زموږ عمده مسئولیت، د استخراجي صنایعو د انکشاف او ګټه اخیستنې لپاره د اکتشافي او تفحصي فعالیتونو څخه د ترلاسه شویو اطلاعاتو د تحلیل او ارزونې په موخه د جیولوجیکي معلوماتو د راټولونې او مدیریت د یوه جامع او واحد سیستم جوړول دي. 

د کانونو او پټرولیم وزیر وویل: په دې کې شک نشته چې کانونه د افغانستان د هوسایني کلۍ دي خو معلوماتو ته د لاسرسي او د کانونو په هکله د کره تحلیل پرته به موږ له دې منابعو څخه اغېزناکه ګټه وانخستل شو.

ورپسې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رئیس احمد جاوېد رسولي خبرې وکړې. هغه د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې جیولوجي د معین په توګه د ټاکنې له امله، نورالله ستانکزي ته مبارکي ورکړه او د ډېرو بریالیتوبونو هیله یې ورته وښوده. 

په تعقیب یې د وزارت د سروې جیولوجي پخواني معین حسین داد شفایي خبرې وکړې. هغه په خپلو خبرو کې د حکومت له اعتماد څخه مننه وکړه او نورالله ستانکزي ته یې په نویو مسئولیتونو کې د ډېرو بریالیتوبونو هیله وښوده. هغه وویل؛ ځوانانو ته پاملرنه او اعتماد، په اوسني نظام کې د امکان وړ شول او تاریخ به د دې شاهدي وایي. 

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې جیولوجي نوي ټاکل شوي معین نورالله ستانکزي په خپله وینا کې د حکومت او د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له اعتماد څخه د مننې ترڅنګ، د تخنیکي وړتیاو د بهبود، د ظرفیت جوړونې د بستې د ایجادولو، د لابراتوارونو د وضعیت د بهبود، له نوې ټکنالوژۍ څخه د ګټه اخیستنې او د سیمي له هېوادونو سره د تخنیکي او جیولوجیکي سروې د ارتباطاتو د تامین په برخو کې د خپلو برنامه په اړه جامع معلومات وړاندې کړل. 

د غونډې په پای کې، د حسین شفایي له خدماتو څخه د تقدیر په موخه، د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ لخوا نوموړي ته ځانګړې هدیه چې د هېواد د استخراجي صنایعو د سکتور ښکارندویه ده، ډالۍ کړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۷
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د قراردادي شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس انجنیر عبداللطیف خالد د میدان وردګو، کاپیسا، فاریاب او ارزګان ولایتونو د کانونو له قراردادي شرکتونو د استازو سره وکتل.
د کانونو او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۳:۵۱
Background image

په پنجشېر ولایت کې د زمردو داوطلبي ترسره شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د پنجشېر ولایت په مرکز کې د زمردو د پلور داوطلبۍ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د کب میاشتې په ۱۲مه نېټه د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې ترسره شوه.
په دې داوطلبۍ کې،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۹:۲۵
Background image

د افغان تاجک نفتي حوزې اړوند درې بلاکونو سایزمیکي سروې پیل شوه


د کانونو او پټرولیم وزارت او ازبېک آویزسیز جیولوجیکي کمپنۍ تر منځ د هوکړه لیک پر بنسټ نن د افغان تاجک حوزې اړوند محمدجان ډګر، احمد آباد او شمر بلاکونو سایزمیکي دوه بعدي سروې د یادې. . .

بېرته خبرونه ته