د (MJAM) کمپنۍ رئيس سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست لیدنه

firoz_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۵ - ۱۴:۴۰
طط

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د مس عینک پر پروژې د کار د پېل لپاره د چین هیواد د (MJAM) کمپنۍ له نوي رئیس ښاغلي خه شو پینګ سره نن سه شنبه 25/5/1401 نېټې په خپل کاري دفتر کې ورسره وکتل.

په دغه لیدنه کې د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر د مس عینک د پروژې تطبیق کېدل یې د افغانستان د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو وګاڼه او د مس عینک پروژه د افغانستان د اقتصادي پلوه یوه سټراتیژیکه پروژه ده چې د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغان ولس ژر تر ژره د یادې پروژې د کار پېل  غوښتونکي دي چې دغه پروژه د افغانستان د اقتصادي پراختیا لپاره ډېره مهمه ده.

د MJAM کمپنۍ رئیس د افغانستان اسلامي امارت بلخصوص د کانونو او پټرولیم وزارت له ملاتړ څخه مننه وکړه او وویل: لکه څنګه چې دا پروژه د افغانستان د خلکو لپاره مهمه او حیاتي ده، چین هم غواړي چې د یادې پروژې عملي کار ژر تر ژره پیل کړي. په همدې موخه  د لرغونو اثارو د ساتلو او لېږولو لپاره یو شمېر لرغونپوهان د اطلاعاتو او کلتور محترم وزارت ته د مشاورینو او همکارانو په توګه معرفي کړي تر څو له هغوی سره په دې برخه کې مرسته او همکاري وکړي، همدارنګه د یادې پروژې پر اقتصادي او ټولنیزو مسایلو په اړه هم خبرې اترې وشوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته