د کاونو او پټروليم وزارت اداري غونډه ترسره شوه

firoz_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۵:۱۱
صص

د کانونو او پټروليم وزارت اداري غونډه د مالي او اداري مرستيال مولوي حسام الدين صابري په مشرۍ د ياد وزارت د رئيسانو په شتون کې نن چهارشنبه د 1401/12/17 نېټې د مالي او داري معينيت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

په غونډه کې د وزارت د يوې اونۍ فعاليتونو, د تالک او نفرايټ کانونو باندې د پانګونې او په هيواد دننه دپروسس په برخه کې د پانګوالو د پام راړولو په اړه بحث او خبرې وکړې.

همدارنګه رئیسانو او اړوندو مسوولینو د خپلو فعالیتونو او کارونو راپور وړاندې کړ.

غونډه د ګډونوالو د نظریاتو او وړاندیزونو له اورېدلو او د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال له لوري د وزارت د کاري بهیر د لا ښه والي په موخه د لازمو لارښوونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۳۲
Background image

د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې  ارزونې ترسره شوی

د وزارت د رهبرۍ پریکړه پر بنسټ، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو اړوند د کان‌کېندنې ساحو د فعالیتونو او اجراآتو د ارزونې لپاره، د مالي او اداري چارو معین مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر په بلخ ولایت کې د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د محمدجان ډګر د نفتو د سروې سیمې څخه لیدنه وکړه.
یاده سروې د ازبکستان د ازبېک اورسیز جیولوجیکي کمپنۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۲۱:۵۲
Background image

د ننګرهار ولایت د خوګیاڼیو ولسوالۍ د ګچ ډبرو کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي حسام‌الدین صابري، د ختیځ زون د ولایتي ریاستونو په همغږۍ، د ننګرهار د کانونو ریاست او تخنیکي ټیم په ملتیا، د خوګیاڼیو ولسوالۍ یو. . .

بېرته خبرونه ته