د کاني زېرمو په برخه کې د روسي پانګوال لېوالتیا

sp_admin
پنجشنبه, سپتمبر 05 2024 12:48 PM
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د پنجشنبې په ورځ (1403/6/15) نېټې له روسي پانګوالو او د هغوی له افغان شریکانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې روسې پانګوالو په افغانستان کې د بشپړ امنیت او ثبات د ټینګښت له امله خوښي څرګنده کړه او د هېواد د کانونو په ځانګړي ډول د تېلو او ګازو په برخه کې یې د پانګونې لپاره لېوالتیا څرګنده کړه.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست دوی ته د پانګونې په موخه ښه راغلاست ووایه او ډاډ یې ورکړ، چې د کانونو د قانون او طرزالعمل له مخې به د پانګونې د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه, اکتوبر 13 2024 2:56 PM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د چین له سفیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ 22/7/1403 نېټې د چین له سفیر او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې چې د وزارت د مقام سلاکار. . .

شنبه, اکتوبر 12 2024 10:36 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست له مس عینک کان څخه ليدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې له مس عینک کان څخه لیدنه وکړه

په دغه سفر کې ښاغلي بدري د مس عینک کان روانې چارې په ځانګړي. . .

شنبه, اکتوبر 12 2024 10:31 AM
Background image

د طوطي ميدان ګازو بلاک تړون د ایريل کام شرکت سره لاسلیک شو

د آمو دریا په حوزه کې د طوطي ميدان د ګازو بلاک تړون د پنجشنبې په ورځ 1403/7/19 نېټه د ازبکستان له ایريل کام شرکت سره لاسلیک شو.

په همدې مناسبت چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې غونډه جوړه. . .

بېرته خبرونه ته