د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

kamran2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۴۲
news

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ایران سفیر په افغانستان کې بشپړ امنیت او بډایه کانې زېرمې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یوه ښه فرصت وباله، دغه راز یې د اوسپنې او نفتو کانونو په برخه کې دایراني شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزیر د ایراني شرکتونو له لوري د کانونو په برخه کې د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او د لازمو همکاریو ژمنه یې ورسره وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته