د کانونو او پټرولیم وزیر د ایران له سفیر سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایتالله بدري د شنبې په ورځ د ۱۴۰۴ کال د مرغومې میاشتې په ۶مه نېټه په خپل کاري دفتر کې د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیکدلي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا، د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا د بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه د هېواد د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ایران سفیر په افغانستان کې بشپړ امنیت او بډایه کانې زېرمې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا لپاره یوه ښه فرصت وباله، دغه راز یې د اوسپنې او نفتو کانونو په برخه کې دایراني شرکتونو د پانګونې د لېوالتیا په اړه خبرې وکړې.
د کانونو او پټرولیم وزیر د ایراني شرکتونو له لوري د کانونو په برخه کې د پانګونې د لېوالتیا هرکلی وکړ او د لازمو همکاریو ژمنه یې ورسره وکړه.
