د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو لپاره تکمیلي مدیریت برنامه پیل شوه
د تکمیلي مدیریت روزنیزه برنامه (GMT) د آلمان نړیوالې پرمختیایې ادارې (GIZ) لخوا د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو لپاره نن ورځ مخکې له غرمې افتتاح شوه.
په هغه ناسته کې چې نن ورځ په همدې مناسبت د کانونو او پټرولیم وزارت رئیسانو، کارکونکو او د یادې پروژې تطبیق کونکي هیئت ګډون درلود، د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال ولی الله ځدراڼ د وزارت کارکونکو د ظرفیت لوړولو په موخه د یادې روزنیزې برنامې وړاندې کول مهم وبالل او زیاته یې کړه چې د داسې برنامو تأثیرات به هغه وخت لا ښه مؤثر شي چې لوستي کارکونکي د یادې برنامې څخه لاسته راوړي پوهه له نورو همکارانو سره شریکه کړي.
ورپسې د افغانستا په صنایعو استخراجي سکټور کې د ښې حکومتوالۍ پروژې مشر فرانک اشمتز، د کانونو او پټرولیم وزارت کارکونکو په ظرفیت لوړولو کې د GIZ پرملاتړ ټینګار او د یادې پروژې څخه د وزارت رضایت ته لومړیتوب ورکړ.
له هغه وروسته، د پروژې د پلي کونکي په توګه د دنیا پوهنتون اجراییوي ریئس عبدالرحیم سعیدي په مؤثر توګه د یادې پروژې پلې کیدو ته خپله ژمنتیا وښوده.
د یادونې وړ ده چې، له یادې برنامې به د کانونو او پټرولیم وزارت 120 کارکونکي د دریو میاشتو لپاره په شپږو برنامو[د انساني سرچینو، مالي او د عوایدو مدیریت، څارنه او ارزیابي، تخنیکي پروپوزل لیکنې او د تخنیکي او غیرې تخنیکي ګزارش لیکنې] اړوند موضوعات په کم نفوذه صنفونو کې لا زیاته پوهه لاسته راوړي.