د کانونو او پټرولیم وزارت نوي رئیسان معرفي شول

firoz_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۹ - ۱۲:۴۴
ببب

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن پنجشنبه 19/12/1400 نېتې  ښاغلی محمد شعیب شهزاد د سروې او جیوفزیک او قیس بلال د یاد وزارت د نفتو او ګازو د اقتصادي پراخیتا په توګه د یادو ریاستونو کار کوونکو ورمعرفي کړل.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د سروې او جیو فزیک د رئیس او د یاد وزارت د نفتو او ګازو د اقتصادي پراختیا رئیس د معرفي کولو په ترڅ کې د هغو د شخصیت په اړه توضیحات ورکړل او هر یو ته یې د خدای تعالی له دربار څخه په خپلو دندو کې د بریالیتوب هیله وکړه.

نويو مقرر شوو رئیسانو هم د وزارت له مشرتابه څخه پر دوی د باور کولو څخه مننه وکړه او ویې ویل: موږ به د اړوندو چارو د پرمخ بیولو لپاره هر اړخیزې هڅې وکړو او له خپلو همکارانو څخه مې دا غوښتنه ده چې د چارو د ښه پرمخ بیولو په برخه کې له موږ سره همکاري وکړي.

ښاغلی محمد شعیب شهزاد د کانونو د جیولوجی په څانګه کې د تفحص او د جامد مواد اکتشاف په برخه کې د ماسټرۍ او ښاغلی قیس بلال د کانونو په جیولوجی کی تر  لیسانس کچې پورې زده کړې کړي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۲۱:۳۹
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام وړاندې شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د غیر فلزي کانونو د مدیریت او پلي کولو ریاست رئیس انجنیر ګل محمد له لوري د یاد ریاست نوي ګمارل شویو کارکوونکو ته د وړتیاوو لوړولو روزنیز پروګرام د پرزنټېشن په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۷:۳۱
Background image

د ټاپي پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

 

د ټاپي د ګازو نللیکې پروژې رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، د معلوماتو پر بنسټ تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومټره نللیکه غځول شوې او د پاتې نللیکې د غځولو لپاره ۱۲۰. . .

بېرته خبرونه ته