د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هلمند له والي سره وکتل

sp_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۴:۱۸
س

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د 1/7/1403 نېټې د هلمند له والي مولوي عبدالرحمن کندوزي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې د هلمند والي د کانونو او پټروليم وزارت د کړنو او لاسته راوړنو ستاینه وکړه، د یاد ولايت د کانونو په برخه کې يې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې وکړې او د خلکو ستونزې يې د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه سره شريکې کړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هلمند د والي له راتګ څخه مننه وکړه  ویې ویل: موږ د خپل هېواد او خلکو خدمت ته ژمن یو او ډاډ یې ورکړ چې د شته امکاناتو په شتون کې به د دوی د ستونزو د هواري په برخه کې لازم اقدامات ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته