د کانونو او پټرولیم وزارت د ولایتونو ریسانو ته د روزنیز پروګرام جوړول

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۸ - ۱۲:۵۸
ss

نن یکشنبه د 8/8/1401 نېټې د کانونو او پټرولیم وزارت د کنفرانسونو په تالار کې د ولایتونو د کانونو رئیسانو لپاره پنځه ورځنی روزنیز پروګرام د یاد وزارت سرپرست وزیر شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور، د تخنیکي مرستیال انحنیر وحید الله حلیمي، د مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د جیولوجي سروې مرستیال انجنیر نورالله ستانکزی او د بشري سرچینو رئیس مولوي احمد ضیاء خاکسار په ګډون تر سره شو.
په پېل کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور رئیسانو او مېلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل د افغانستان کانونه یو الهي امانت او بیت المال ده او دا زموږ هر یو دنده ده چې د دې امانت ساتنه په صادقانه توګه وکړو او زما هیله همدا ده چې تاسو د کانونو قانوني مراحل د قانون په رڼا او په پوره ایماندارۍ سره وڅارئ.
شېخ صاحب زیاته کړه چې یاد پروګرام یو ښوونیز پروګرام دی چې د وزارت ټولې کاري څانګې پکې شاملې دي. او هڅه وکړئ چې له دې فرصت څخه په ښه توګه ګټه پورته کړئ تر څو په ټولو کاري برخو کې په پوره اخلاص ترې ګټه واخلئ او په پلي کولو کې یې کوښښ وکړئ. 
د دغه پنځه ورځني پروګرام په لومړۍ ورځ د پلان او راپور ورکولو رئیس ښاغلي حارث برومند له لوري د پلان جوړونې او راپور ورکولو پرزنتیشن وړاندې کړ. ورپسې به بیا د قوانینو او مقرارتو، د عوایدو، مالي او حسابي، کادستر او د کانونو د قرارداد او د جیولوجي سروې په برخو کې د اړوندو رئیسانو له لوري د ولایتونو د کانونو رئیسانو ته معلومات وړاندې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته