د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او نقشه اخیستنې ریاست د (3) نمبر سیمه‎ییز ټیم لخوا، د خوست ولایت د ساختماني موادو سروې

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۴ - ۱۲:۳۶
vvv

کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد کاني زیرمو ته د پانګونې د راجلبولو، د کاني زېرمو څخه د اغېزناکې ګټې اخیستنې، هېوادوالو ته د کاري فرصتونو د ایجادولو او د هېواد ملي عوایدو د لوړولو په موخه، د خوست ولایت د ساختماني موادو سروې ترسره کړه.

د ساختماني موادو (د چونې ډبرو) سروې، د خوست ولایت د ګربزو ولسوالۍ اړوند سیمو، لکه: میداني، ګړم، ایږدنو کلی، مدیخیل (1 او 2) او خاوني سام سیمې تر مطالعې لاندې نیولي دي.

د یاد ټیم عمده فعالیتونه؛ په 1:10000، 1:25000 اندزې د جیولوجیکي نقشې اخیستنه او د لابراتواري تجزیې لپاره د نمونو د راټولول دي.

د یادونې وړ ده، چې یاد ټیم د دې ولایت د تڼیو ولسوالۍ د تور غر مس، د سپېرې ولسوالۍ د غبرګې سیمې نفرایټ او د سړو اوبو د چونې ډبرو لومړنۍ سروې‎ګانې هم بشپړې کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۵ - ۱۴:۴
Background image

محمد هارون چخانسوري: بامیان د استخراجي صنایعو په زون بدلیږي

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن سهار د بامیان ولایت له والي حاجي سید انور رحمتي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په دغه کتنه کې د بامیان ولایت د کاني زېرمو، په ځانګړي ډول. . .

شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۰ - ۹:۱۵
Background image

محمد هارون چخانسوري: موږ د هېواد د استخراجي صنایعو په سکتور کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلبولو لپاره د اسانتیاو په برابرولو تمرکز کوو

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري نن سهار د انډونیزیا د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له مسئولینو سره د افغانستان د استخراجي صنایعو په سکتور کې د شته فرصتونو په اړه د ویډیوکنفرانس. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۴:۳۴
Background image

د جیولوجي سروې معینیت د چاپیریالی جیولوجي ریاست د سایزمیک ټیم لنډ کاري معلومات

سکالو: د تکتونیکي فعالیتونو له نظره د زیان منونکو او ګواښ سره مخامخو سیمو څیړنه

تر څیړنې لاندې سیمه : بدخشان ولایت

د څیړنې موخه: بدخشان ولایت د تکتونیکی فعالیتونو له نظره یو فعاله زون. . .

بېرته خبرونه ته