د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د کویټ هېواد لپاره د افغانستان له سفیر سره وکتل
د کانونو او پترولیم وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد حمید یوسفي د کویټ هېواد لپاره د افغانستان له سفیر سید جاوید هاشمي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې ناسته کې، ښاغلي یوسفي د کویټ هېواد لپاره د افغانستان د سفیر له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ، د کانونو او پترولیم وزارت او د کویټ هیواد ترمنځ د تفاهم لیکونو د لاسلیک، د افغانستان صنایع استخراجي سکتور ته د پانګونې د راجلبولو او د وزارت د نوي رهبرۍ د لید لوري په اړه، چې له امله به یې د افغانستان د صنایعو استخراجي سکتور د اقتصادي پیاوړتیا په کلي بدل شي خبرې وکړې.
سید جاوید هاشمي د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ څخه د ستاینې تر څنګ، په یاد وزارت کې د تحرک د ایجاد په موخه، د خپله اړخه د همکارۍ ډاد ورکړ.