د ډبرو سکارو څخه د برېښنا د تولید پر ابتدایي طرحه هراړخیز بحث وشو

firoz_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۶ - ۱۹:۲۷
اااا

د کانونو او پټرولیم وزارت رهبرۍ، د ډبرو سکارو څخه د برېښنا د تولید لپاره ابتدایي طرحه ترتیب او درې اوونۍ وړاندې یې د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریکه کړه.

د جمهوري ریاست عالي مقام یاده ابتدایي طرحه تایید او دا ډول هدایت یې صادر کړ: د کانونو او پټرولیم وزارت او د افغانستان برېښنا شرکت دې د دغې طرحې امکان سنجي ترسره او د پانګونې بستې دې د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد سره په تفاهم، چمتو کړي.

په یاده طرحه کې د افغانستان د ډبرو د سکارو د زېرمو، د ډبرو سکارو څخه د ۳۵۰۰ مېګاواټ حرارتي برېښنا د تولید، د امکان سنجۍ د څېړنو لپاره په څلورو ولایتونو کې د پنځو پیشنهادي ساحو او د هېواد او خلکو لپاره د حرارتي برېښنا د اقتصادي ګټو په اړه مفصل معلومات ذکر شوي دي.

د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت پر بنسټ، نن د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري په مشرۍ، د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د تسهیل د واحد رئیس عطاءالله نصیب، د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رئیس داود نورزي او د کانونو او پټرولیم وزارت او د یادو ادارو د تخنیکي استازو په ګډون، غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه، کې د جمهوري ریاست د عالي مقام د هدایت سره سم، د راتلونکو اقداماتو په اړه هراړخیز بحث وشو.

همداراز، د ابتدایي طرحې د امکان سنجۍ د څېړنو او د پانګونې د بستو د برابرولو په موخه، د کانونو او پټرولیم وزارت، د پانګونې د تسهیل واحد او د افغانستان برېښنا شرکت د تخنیکي کارکونکو په ګډون، کاري ډله تشکیل شوه.

په غونډه کې، د چارو له پرمختګ څخه د نظارت په موخه، د ښکېلو اړخونو ترمنځ د منظمو غونډه د دایرولو پرېکړه هم وشوه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۸:۲۴
Background image

د نورستان ولایت د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ ترسره شوه

د نورستان ولایت د نورګرام ولسوالۍ د پشګر سیمې کانونو د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پلور داوطلبۍ د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حسام الدین صابري، د یاد ولایت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۳:۵۸
Background image

د کندز ولایت د سرو زرو د استخراج تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د یکشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د غويي میاشتې په ۲۰مه نېټه د کندز ولایت د قلعه ‌زال ولسوالۍ د سرو زرو کان د استخراج تړون، چې ۵.۹۷. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۱
Background image

د پروان ولایت د کان ‌کېندنې پروژو ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي پلاوي د تفحص او اکتشاف عمومي رئیس انجنیر عبدالله حیدري په مشرۍ، د پروان ولایت د کوه‌صافي ولسوالۍ د کرومایټو، د غوربند درې د سرب او جستو، تراورتین کانونو. . .

بېرته خبرونه ته