د پلان او پالیسي مرستیال د مالګې کانونو د قراردادیانو سره ولیدل
د مالګې د کانونو ټولو قراردادیانو، د مالګې د فابریکو خاوندانو او د مالګې اتحادیې غړو نن د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي له مرستیال شیخ ضیاء الرحمن الاریوبي سره د مالیې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د خوراکي توکو او درملو ملي ادارې استازو په شتون کې ولیدل.
دغه غونډه د وارداتي مالګې د بندولو، د مالګې د کارخونو او تولیداتو د معیاري کولو، پر وخت د مالګې رسولو او په بازار کې د مالګې د کمښت د مخنیوي په موخه جوړه شوې وه.
د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال ټولو قراردادیانو او د مالګې کان کیندونکو ته وویل: د مالګې واردول په بشپړ ډول منع دي، د مالګې د کارخونو قراردادیان او مالکین دې د دې زرین فرصت په ارزښت پوه شي او په پوره ایماندارۍ او صداقت سره دې مالګه استخراج، پروسس او تولید کړي او د هېواد بازارونو ته دې وړاندې کړي، د مالګې کان کیندونکو او قراردادیانو د اسلامي امارت له دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه چې د خپلو هېوادوالو غوښتنو او اړتیاوو ته به رسېدنه کوي.
د غونډې په پای کې د کانونو او پټرولیم وزارت د پلان او پالیسي مرستیال د کان کیندنکو او پانګوالو سره ژمنه وکړه، چې دغه وزارت به د قانون په چوکاټ کې له تاسو سره په ټولو برخو کې همکاري او ملاتړ به مو کوي.