د ټاپي ګاز نللیکې له اجرائيوي رئیس سره د کانونو او پټرولیم وزرات سرپرست لیدنه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۲۲ - ۱۳:۴۳
ddd

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر ښاغلي شېخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ټاپي ګاز نللیکې کمپنۍ له اجرائیوي رئیس محمد امانوف او مل پلاوي سره د معینانوو، د هرات والي  ښاغلي مولوي نور احمد اسلام جار، د بهرنیو چارو وزارت، عدلیه، د زراعت او مالدارۍ، مالیه، د چاپېریال ساتنې ادارې، د افغانستان بانک، د اراضۍ او افغان ګاز ادارو د استازو  په شتون کې نن شنبه 22/5/1401 نېټې د وزارت په مقام کې ورسره وکتل.
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په پېل کې ټولو راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل او د دواړو هېوادونو د اوږدمهاله او تاریخي دوستۍ په اړه یې خبرې وکړې او او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د یادې پروژې د پېل او امنیت تینګوالي لپاره چمتو دی.
او همدارنګه د ټاپي پروژې د اقتصادي، سیاسي او تخنیکي مسایلو تر څنګ د افغانستان او ترکمنستان تر منځ د ټاپي پروژې پر توافق او د پروژې د بهیر پر پرمختګ او د دولتي او خصوصي ځمکو د استملاک په تړاو خبرې اترې وشوې.
د ټاپي پروژې اجرائيه رئیس د خپل هېواد په استازیتوب د دغې پروژې د تطبیق په برخه کې د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کانونو او پټرولیم وزارت له مرستو مننه وکړه او له افغانستان سره یې د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ. او ترکمنستان هېواد نه یوازې د ټاپي د ګازو لېږد لین د جوړولو په برخه کې بلکې د برېښنا، رېل پټلۍ، فایبر نوری او د تطبیق وړ نورو پروژو په برخه کې چې د دواړو هیوادونو د ښه اړیکو په برخه کې ډېرې مهمې دي. او زیاته یې کړه چې د ټرانزیټ له اړخه د افغانستان کلنی عاید 400 میلیونه ډالره دي او له 15000 څخه زیات افغانان به په ساختماني چارو کې په کار وګمارل شي. او همدارنګه یې د ټولنیزو برنامو د څاښاک د پاکو اوبو څانګانې، روغتیايي کلینکونه، صنعتي ښارګوټي او ورته نورو برنامو په اړه خبرې وکړې.
په پای کې د یادو ادارو استازو د ټاپي پروژې د تطبیق په اړه خپل نظرونه څرګند کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۴۳
Background image

د تخنیکي پلټنې رئیس د لوګر ولایت له کانونو لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د تخنیکي پلټنې رئیس حافظ انجنیر عبداللطیف خالد د یوه پلاوي په ملتیا لوګر ولایت ته د سفر پر مهال یې د کانونو ریاست، د فلزي کانونو اړوند کان‌کیندنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۵:۲۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال نورستان ولایت ته سفر وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ د پرېکړې او د چارو د لا اغېزمن تنظیم په موخه، د وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي حسام‌الدین صابري په مشرۍ یو ځانګړي پلاوي نورستان ولایت ته سفر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۱:۴۶
Background image

د کونړ ولایت د نفرایټ او مرمر کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم د کونړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د نفرایټ او مرمر ډبرو د کانونو هر اړخیزه تخنیکي ارزونه ترسره کړه. د دې ارزونې موخه د کانونو د معیاري استخراج او د. . .

بېرته خبرونه ته