د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۱ کلیزه مو مبارک شه.
خپلواکي، آزادي او آبادي راولي.
د هېواد د استخراجي صنایعو سکتور په اقتصادي خودکفایۍ سره تقویه کوو.
د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه، د حکومت د رهبرۍ هیئت، د کابینې محترمو غړو، د ولسي جرګې رئیس او غړو، د مشرانو جرګې رئیس او غړو، د هېواد زړورو امنیتي او دفاعي ځواکونو او د افغانستان ټول میړني ولس ته د هېواد د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د ۱۰۱ کلیزي مبارکي وایي.
موږ د اوسنیو شرایطو په درک کولو سره، د خپلواکۍ په ساتنه کې اقتصادي خودکفایۍ د یوه اصل په توګه درک کوو او د کانونو په سکتور کې د تحرک، سرعت او شفافیت د ایجادولو په اړه خپلو هېوادوالو ته اطمینان ورکوو.