د لومړي ځل لپاره د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو، پېر او صادراتو ته زمینه برابره شوه

firoz_admin
شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۸ - ۸:۴۴
ss

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد د عالي شورا د ۱۵/۲/۱۴۰۰ نېټې لومړۍ غونډې د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پېر او صادراتو د اسانتیا طرزالعمل تایید کړ.

دا طرزالعمل، د خصوصي سکتور سره په همغږۍ، د یو شمېر جلسو په پایله کې، د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا ترتیب شو. په دغه طرزالعمل کې د رویالټۍ د تعیین څرنګوالی او د رویالټۍ د نرخونو جدول، د خصوصي سکتور سره په همغږۍ، مشخص شوي دي.

له دې طرزالعمل څخه موخه، د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د ارزښت لوړوالی، د خصوصي سکتور او حرفوي کان کیندونکو لپاره د پانګونې د اسانتیاو برابرول، له قاچاق، خودسره کان کیندنې او د عوایدو فرار څخه مخنیوی دی.

د کانونو او پټرولیم وزیر محمد هارون چخانسوري د دې طرزالعمل منظوري د خصوصي سکتور او حرفوي کان کیندونکو لپاره د نړۍ په بازار کې د افغانستان د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د اصلي مقام د احیاء لپاره، لویه لاسته راوړنه بولي.

هغه څرګنده کړه: په پروسه کې د اسانتیا، په چارو کې د سرعت او د روڼتیا د تامین لپاره، د کانونو او پټرولیم وزارت له خصوصي سکتور او اړونده نهادونو سره په همغږۍ، د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د پېر او صادراتو د تصدیق پاڼې د مراحلو د طی کولو پروسه، د الکترونیکي سیستم له طریقه تطبیق کوي.

همداراز، کانونو او پټرولیم وزیر په ننګرهار او کاپیسا ولایتونو کې د تالکو د معدن (د کوچني او ستر مقیاس) ساحو د بلاک بندۍ نوې طرحه، غوڼدې ته وړاندې کړه او وړاندیز یې وکړ چې د داوطلبۍ مخکینۍ پروسه دې لغوه او یادې ساحې دې د نوې بلاک بندۍ پر بنسټ، د داوطلبۍ اعلان ته وسپارل شي.

د اقتصاد عالي شورا یاده طرحه تایید، د داوطلبۍ پخوانۍ پروسه یې لغوه او د کانونو او پټرولیم وزیر ته یې دنده وسپارله چې نوې ساحې دې د تصویب په موخه، د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۲:۳۸
Background image

د کندهار د شور اندام سمنټو کارخونې د تولید بهیر پیل شو

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۷:۵۷
Background image

رسنیز بلنلیک

ټاکل شوې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري ، د افغانستان د کانونو لومړني ځانګړي نندارتون په ترڅ کې د کابل ولایت د یاقوتو د کونړ او نورستان ولایتونو د کنزایټ او بېروج داوطلبۍ(بولۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۷:۵۵
Background image

د اقتصادي وزارتونو د څار هیئت پنځمه غونډه ترسره شوه

د اقتصادي وزارتونو د څار هیئت پنځمه غونډه د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي مرستیال الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ ترسره شوه، چې د ټولو اقتصادي وزارتونو استازو پکې ګډون کړی. . .

بېرته خبرونه ته