د سینګاري (تزئینی) ډبرو په سکتور کې د پانګوونې او صادراتو فرصتونو معرفي شول

firoz_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۱۶ - ۸:۹
۵۶

د کانونو او پټرولیم وزیر محترم محمد هارون چخانسوري تیره ورځ د هرات ولایت په هغه ناسته کې چې د سیمه ایزو- اقتصادي پروژو په موخه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او ترکمنستان جمهوریت د پلاوو ترمنځ ترسره شوه، د پانګونې د فرصتونو او د سینګاري (تزئینی) ډبرو په سکتور کې د صادراتو په اړه خبرې وکړې. 
ښاغلي چخانسوري د خپلو خبرو په ترڅ کې، په افغانستان کې د سینګاري ډبرو، د کانونو او پټرولیم وزارت نویو برنامو ته د پانګوونې د جلب، د صادراتو د سطحې او هم د پروسس د ظرفیت د لوړولو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړل. 
ښاغلي چخانسوري د افغانستان د اقتصادي وضعیت په ښه کيدلو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو اړیکو په لرلو سره، د سینګاري (تزئینی) ډبرو رول مهم وباله. او هم يې د ترکمنستان هېواد د بهرنیو چارو له وزیر رشید میریدوف څخه وغوښتل چې پدې برخه کې د افغان سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي؛ ترڅو د سینګاري ډبرو صادرات اسانه شي. 
ورپسې د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسیو او برنامو مرستیال محترم عتیق الله ذکي د سینګاري (تزئینی) ډبرو د تولیدي ظرفیت او د کورنیو شرکتونو د پروسس په اړه خبرې وکړې. 
ښاغلي ذکي په خپلو خبرو کې د 15 فعالو قراردادونو او پدې برخه کې د پروسس د 108  شرکتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. ښاغلي ذکي وو ویل چې، کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري ترڅو 19 نوي پروژې د روانې میاشتې په ترڅ کې داوطلبۍ ته وسپاري. نوموړي زیاته کړه چې شاوخوا 70 میلیونه امریکایې ډالره د سینګاري (تزئینی) ډبرو په برخه کې پانګونه شوي ده. او همدارنګه داخلي شرکتونه د 250 زره ټنه د سینګاري (تزئینی) ډبرو پروسس په میاشت کې ترسره کوي او د نویو قراردادونو په ورکړې سره به د سینګاري (تزئینی) ډبرو په پروسس کې د پام وړ زیاتوالی راشي. 
او همدارنګه ښاغلي ذکي ترکمنستان هېواد د افغانستان د سینګاري (تزئینی) ډبرو د صادراتو لپاره یو له مهم هدفونو څخه وباله او په اوس او راتلونکي کې د دوست ترکمنستان هیواد د ضرورت اړوند سینګاري (تزئینی) ډبرو د صادرولو په موخه، د افغان حکومت او سوداګرو د تخنیکي چمتووالي له پلوه ډاډ ورکړ.
له هغه وروسته، د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر بیا له افغانستان څخه د مرمرو، رخام او ګرانيټ په پیرلو کې د ترکمنستان دولت او سوداګرو د علاقې په اړه خبرې وکړې. په همدې توګه، د ترکمنستان د صنعت کارانو اتحادیې رئیس د نوي ښار د جوړولو لپاره د ترکمنستان دولت پلان څرګند کړ، او زیاته یې کړه چې، د ساختماني چارو په پیل سره به د رخام، ګرانایټ او مرمرو پیرل ډیر شي.
تمه ده چې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اقتصادي اړیکو په پراخوالي سره، د سینګار ډبرو سکتور د قانوني پروسې له بشپړیدو وروسته، د دواړو دولتونو ترمینځ تفاهم لیک لاسلیک شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۵:۱۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۲۱:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي ازبکستان ته د روزنیز پروګرام په موخه خپل رسمي سفر پیل کړ

د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو د انسټيټوټ ریاست په نوښت او همغږۍ سره د کانونو او پټرولیم وزارت ۱۸ تنو فني او مسلکي کارکوونکو څخه جوړ یو رسمي پلاوی، د جیوفزیک د څېړنې او سروې ریاست د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۸:۴۱
Background image

د هرات ولایت د مالګې تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال د وري میاشتې په ۱۱مه نېټه د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د نمکسار سیمې د مالګې د پنځم بلاک تړون، چې ۱۰.۵۱ کیلومټره مربع. . .

بېرته خبرونه ته