د بدخشان ولایت زرشویي پروژو کې یولک کسان په کار بوخت دي

kamran_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۰
news


 د معلوماتو پربنسټ د دغه ولایت په شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زرشویي کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي چارو په ترڅ کې له یو لک څخه زیاتو کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې.
د زرشویي کانونو فعالیت نه یوازې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړې، بلکې د سیمې اقتصادي وضعیت یې هم د پام وړ ښه کړی دی. ډېری ځايي اوسېدونکي چې پخوا له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ وو، اوس د دغو پروژو له لارې د خپل ژوند ورځني عواید ترلاسه کوي.
همداراز د بدخشان ولایت د کانونو د قراردادي شرکتونو د ټولنیزو خدماتو څخه تر اوسه د ۱۷ پراختیايي پروژو چارې د ٢٢٣ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې دي، چې پکې د کوکچې سيند د پاسه د پنځو اساسي پلونو سربېره د سړکونو رغونه، د اوبو رسولو شبکې، عامه خدمتونه او نورې بنسټیزې پروژې شاملې دي. یادې پروژې د سیمې د خلکو د ژوند په ښه والي کې مهم رول لري او ګڼ شمېر نورو کسانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.
د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه ټینګار کوي، چې د هېواد د کاني زېرمو قانوني استخراج، شفاف مدیریت د دوی له لومړیتوبونو څخه دي، څو له یوې خوا ملي اقتصاد پیاوړی شي او له بلې خوا د کانونو شاوخوا مېشتو خلکو ته تلپاتې ګټه ورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

د پروان ولایت د باریت کان د کېندنې او پروسس تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د ۱۴۰۵ لمریزکال کال د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د پروان ولایت د سرخ پارسا ولسوالۍ د فرنجل سیمې د باریت کان د کېندنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عالیقدر امیرالمؤمنین(حفظه الله) د حکم پر بنسټ، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري، سروې جیولوجي او تخنیکي مرستیالان د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ نورالحق انور، د کانونو او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري، د ازبکستان جمهوریت د لومړي وزیر له مرستیال ښاغلي جمشید خواجه‌یف او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د کندلان د مسو کان د. . .

بېرته خبرونه ته