خبرتیا!
د کانونو او پټرولیم وزارت د قراردادونو ارزیابۍ کمېټې فيصله کړې چی د شفافیت او سالم رقابت باقي پاتې کېدا پۀ پار د کرومایټو ډبرو پۀ داوطلبي کې ټول بریالي شوي شرکتونه باید پۀ داوطلبۍ کې د دوی له لوري پۀ خپلو ورکړل شویو نرخونو استخراج ته دوام ورکړي.
احیاناً! کوم شرکتونه که نۀ غواړي پۀ خپل نرخ قرارداد ته دوام ورکړي؛ پۀ مربوطه کان به بیا ځل د ټولو هغه شرکتونو پۀ مابین کې چې پروپوزل یې جمع کړي وو؛ داوطلبي کیږي.