افغانستان د یو روڼ (شفاف) استخراجي سکټور په لور

firoz_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۹/۶ - ۱۲:۱۱
fdf

مارک رابنسَن

د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت یا EITI اجرائیوی رئیس

 

د افغانستان اتباع بنسټیز حق لري چې د هيواد د استخراجي سرچینو د پرمختګ او مُدیریت په اړه معلومات ولري. دواړه خواووې، د افغانستان ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني او د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت ( EITI )، د دې هیواد د استخراجي سرچینیو په هکله یو له بل سره ورته لید لوری لري. د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت یا EITI د نړیوالو معیارونو له مخې چې د افغانستان وروستی ارزونه ترسره کړي، ښایې چې افغانستان د کانونو، نفتو او ګازو په برخه کې د نړیوالو معیارونو ته په پام، د روڼتیا هیله پوره کړي.

 

اما د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت کې پرمختګ پدې معنی نه دی چې ګواکې یاد هیواد د استخراجي صنایعو د حکومتولې په برخه کې د پوره استازیتوب خاوند دی، بلکه د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت EITI د حکومتولې په برخه کې د ارزونې فعالیتونه ترسره کوي، ترڅو یې د نړیوالو معیارونو په اړه شواهد درلودلي وي. یا د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت ارزونه پدې معنی چې اصلاحاتو ته اړتیا لرونکي برخې په ګوته او په اړه یې اوچت ګامونو پورته شي، ترڅو هیواد والو ډاډمن شي چې یاد سکټور څه ډول اداره کیږي.  

 

د اصلاحاتو د ملاتړ څخه زیری:

د ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې چې افغانستان د EITI د معیارونو په پلي کولو لاس پورې کړی، افغانستان هڅه کړې تر څو د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې رونټیا پیاوړي کړي. په تیرو دوو کلونو کې افغانستان د روڼتیا په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی. د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت افغانستان ته د نړیوال کیفیت د تضمین میکانیزم-اعتبار ورکونې ( (VALIDATION روان پرمختګ تاییدوي او د افغانستان غړیتوب چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنوری میاشتې راپدېخوا ځنډول شوی ؤ، له هغه ځنډه  بېرته وباسه.

د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت یا EITI د معیارونو پلي کیدل دولت پورې اړونده کړنو د راسپاړلو ترڅنګ په استخراجي سکټور کې د پام وړ اصلاحاتو لامل شوی. کانونو او پټرولیم وزارت د خپل روڼتیا (شفافیت) پورټال له لارې د کان کېندنې، نفتو او ګازو د فعالیتونو، او د دولت د عوایدو په اړه پر وخت معلوماتو خپرول پیل کړي. د لومړي ځل لپاره پلټنې د دوو دولتي تصدیو (SOEs) - د افغان ګاز تصدي او د شمال ډبرو سکارو تصدي – یادې پلټنې ښائې چې دواړو تصدیو د  ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۷ میلادي کلونو په ترڅ کې د دولت د استخراجي سکټور څخه لاسته راغلي عوایدو دوه پر دریمه(۳/۲) برخه  تأمین کړې ده.

یاده موده کې افغان دولت یو شمیر سکټوري اصلاحات راوستي. د بیلګې په توګه؛ په کال ۲۰۱۸ کې، د کان کیندنې، نفتو او ګازو اړوند نوی قانون معرفي کړی، چې له رویه یې شرکتونه کولائ شي د ګټه اخیستونکو مالکینو په اړه د معلوماتو د څرګندولو ترڅنګ، د یاد سکتور د اصلي ملکیت په اړه د معلوماتو د خپرولو بهیر پیل کړی. د افغانستان مالیې وزارت د کان کیندنې په انفرادي پروژو مالیه وضعه کړي، چې دغه کار دولت لا پیاوړی کوي ترڅو وکولای شي له پانګوالو څخه د مالیې دقیقه اندازه لاسته راوړي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د کانونو په سکټور کې د حقوقي ملکیت د تعقیب او پیژندلو لپاره سیستماتیکه لار په کار اچولي او همدارنګه د کاډستر د دغه وړ او غوره سیستم څخه مننه کوم، چې د کان کېندنې، نفتو او ګازو د ټولو قراردادونو په اړه معلومات خپروي.  

 

لا ډېره لار پاتې:

د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت  EITI لخوا راپور ورکونه په ښکاره توګه د اصلاحاتو اړتیا بیانوي، یعنې راپور ورکول د حکومتولۍ لپاره وسیله ده، نه د عامه اړیکو لپاره. هغه هیوادونه چې د EITI معیارونه پلي کوي او ادعا کوي چې ګویا هرڅه سم روان دي، بیا هم لوړې نمرې نه اخلي. نو ویلی شو چې افغانستان ته وروستی اعتبار ورکونه هغه موضوعات په ګوته کوي چې ډیر کار ته اړتیا لري، لکه: د سکتور څخه د ترلاسه شویو عوایدو په اړوند معلومات، د داسې معلوماتو چمتو کول چې د ملکیت او جواز د شرایطو د تعقیب سره یو ځای وي، د مالیې او رویالټۍ ورکونې او داسې نور معلومات چې د وګړو په ګټه وي.

پداسې حال کې چې اعتبار په ځانګړي وخت کې د استخراجي صنایعو ته عمومی کتنه ده، له بلې خوا اعتبار ورکونه یا VALIDATION د افغانستان لپاره خورا مهم او ضروري ده، ځکه اعتبار ورکونه افغانستان ځواکمنه وي چې د معلوماتو د خپرولو فعال او پروخت (اپډیت) سیسټمونه رامینځته کړي ترڅو ټول ورته لاس رسۍ ولري.

د دولتي تصدیو په شمول د عامه سکټور پلټنې هم باید په منظمه توګه ترسره شي. د حکومت په استازیتوب د دولتي تصدیو لخوا تادیات (لکه د نفتو سبسایډي) باید د حکومت د بودیجې د لګښتونو په څیر روڼه (شفافه) وي. د روڼتیا د پورټال له لارې چې کوم معلومات په ډاګه شوي دي، پکاره ده چې ورته  بیاکتنه وشي ترڅو د خپاره شويو معلوماتو د اعتبار او بشپړتیا څخه ډاډ تر لاسه شي. د دې ترڅنګ د ذینفعې مالکیت روڼتیا د پیاوړيتوب ترڅنګ حکومتي چارواکي د مبهمو جوړښتونو له وجې د کان کیندنې د حقونو مخنیوی وکړي.

صنعتي اتحادیې - لکه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه ACCI او د افغانستان د کانونو او صنایعو خونه ACMI باید د معلوماتو په خپروي کې له هغو روڼتیایې معیارونو څخه کار واخلي له کومو چې دولت استفاده کوي.

تر دې دمه روڼتیا یوازې د فساد په مخنیوي او په صنایعو استخراجي کې د ښې حکومتولۍ لپاره د ډاډ د ترلاسه کولو لپاره کافي نده. نو د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت  EITI لخوا راپورونه، معلومات او  وړاندیزونه باید په منظمه توګه خپاره، تحلیل او بحث پرې وشي ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې د افغانستان مهم استخراجي صنایعو سکتور په اړه ملي بحث د واقعیتونو پر بنسټ ولاړ دی.

د استخراجي صنایعو د روڼتیا نوښت EITI کولای شي چې د مهمو ملي آهمیت لرونکو موضوعاتو، لکه؛ په پراخه کچه د غیر قانوني کان کېندنې په اړه معلومات، د پرمختیایې شریکانو او د کانونو او پټرولیم وزارت څخه د موجوده معلوماتو پر بنسټ پلټفارم چمتو کړي.

د پراخه امنیتي ننګونو سره سره باید د ټولو شریکانو لپاره خوندي چاپیریال رامینځته شي، ترڅو شریکان وکولای شي د استخراجي صنعت د حکومتوالۍ په پیاوړو او ضغیفو نقاطو باندې په پراخه توګه بحث وکړي.

د مدني ټولنو سازمانونه ملاتړ ته اړتیا لري ترڅو وکولای شي چې د استخراجي سکټور د معلوماتو څخه په څیړنو او دادخواهی برخو کې کار واخلي، او هم وکولای شی د څارونکو په توګه د دوی رول لا پیاوړی کړي.

هرڅوک چې د افغانستان د سرچینو د مدیریت په اړه خبرو اترو کې برخه اخیستنه غواړي، نو پکاره ده چې هغو ته د  EITI په پروسه کې د برخه اخیستو لپاره ښه راغلاست وویل شي او ورڅخه هر کلی وشي. دا چې افغانستان دا مهال د سولې ملي خبرو اترو د تعقیب په ترڅ کې دی، د روان 2020 کال د دې میاشتې په وروستیو کې به افغانستان د نړیوالې ټولنې سره خپله ملګرتیا نوي کړي. اوس وخت د دې دی چې په افغانستان کې ټول ښکیل اړخونه د EITI پلي کولو موخې د ملي لومړیتوبونو د ملاتړ لپاره مناسبې وګڼي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۲۱
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا له رئیسې سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرکزي او سویلي اسیا له رئیسې آغلې داتو دوکتور شازلینا او مل پلاوي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۹:۳
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د جنوبي افریقا له علماوو او سوداګرو سره وکتل

 د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د جنوبي افریقا له یو شمېر علماوو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د جنوبي افریقا سوداګرو د کانونو او پټرولیم وزارت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۴ - ۱۵:۷
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ګلبهار شرکت له رئیس سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور د ګلبهار شرکت له رئیس سره په کتنه کې د افغانستان د کانونو او سرتاسري امنیت په اړه خبرې وکړې ویې ویل: د ټولو ملي او نړیوالو. . .

بېرته خبرونه ته