د ۱:۱۰۰۰۰۰ مقیاس جیولوجیکي نقشې اخیستنې عملي چارې په درېیو زونونو کې پیل شوې

kamran2_admin
Sat, Sep 12 2026 10:45 AM
د ۱:۱۰۰۰۰۰ مقیاس جیولوجیکي نقشې اخیستنې عملي چارې په درېیو زونونو کې پیل شوې

د کانونو او پټرولیم وزارت د سروې او جیولوجي معینیت اړوند د کانونو د سروې او اکتشاف عمومي ریاست د پنځه کلن کاري پلان له مخې، د ټول هېواد د ۱:۱۰۰۰۰۰ (یو په نسبت د سل زره) مقیاس جیولوجیکي نقشې اخیستنې پروژه سږ کال د شته امکاناتو، تجهیزاتو او مسلکي پرسونل په پام کې نیولو سره، په درېیو جنوب‌ختیځ، جنوب او لوېدیځ زونونو کې عملاً پیل شوې ده.

د یادې پروژې په لړ کې د هېواد د جنوب‌ختیځ زون د سروې تخنیکي ټیم، د کانونو د اکتشاف رئیس دیپلوم انجنیر عبدالمتین عابد په مشرۍ ترسره کېږي.

یاد تخنیکي ټیم د پکتیکا ولایت، په پلان شوې ساحه کې د جیولوجیکي سروې او نقشې اخیستنې عملي چارې پیل کړې.

د دې پروژې په ترڅ کې به د سیمو جیولوجیکي جوړښتونه، د ځمکې د جوړښت ځانګړتیاوې او د کاني زېرمو احتمالي ساحې په مسلکي او تخنیکي ډول وڅېړل شي، څو د هېواد د کاني سرچینو په اړه لا بشپړ او باوري معلومات راټول او په معیاري جیولوجیکي نقشو کې ثبت شي.

د یادې پروژې له پلي کېدو سره به کاني سیمې له غیرکاني سیمو څخه تفکیک شي، چې له مخې به یې د کاني سیمو د اقتصادي وړتیا د معلومولو لپاره لا کره او تخصصي سروې او اکتشافي څېړنې ترسره شي.

همدارنګه، د ۱:۱۰۰۰۰۰ مقیاس جیولوجیکي نقشو برابرول به د هېواد د کاني سرچینو د پېژندنې، د راتلونکو سروې او اکتشافي فعالیتونو د پلان، د پانګونې لپاره د بالقوه کاني ساحو د تشخیص او د وخت، امکاناتو او مالي سرچینو د اغېزمنې ګټې اخیستنې په برخه کې به مهم بنسټ برابر کړي.

د کانونو د سروې او اکتشاف عمومي ریاست هڅه کوي، چې د شته امکاناتو په چوکاټ کې د یاد پنځه کلن کاري پلان له مخې د هېواد د بېلابېلو سیمو جیولوجیکي معلومات راټول او معیاري نقشې چمتو کړي، څو د افغانستان د کاني سرچینو د لا ښه پېژندنې او مسلکي مدیریت لپاره لازم معلوماتي بنسټ رامنځته شي.

Latest news

Tue, Sep 08 2026 8:20 PM
Background image

Shirzad District Talc Mine Contract Signed

 Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, on September 8, 2026 signed the contract for the second block of the Talc Mine located in the Kudi Khel area of Shirzad. . .

Tue, Sep 08 2026 3:53 PM
Background image

Nangarhar Talc Mine Contract Signed

 Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum, signed a contract for the Talc Mine located in the Shinwari area of Spin Ghar District, Nangarhar Province, on Tuesday,. . .

Mon, Sep 07 2026 10:20 AM
Background image

Contract Signed for Monitoring and Consultancy Services for the Amu Darya Oil Basin

Mr. Hedayatullah Badri, Minister of Mines and Petroleum signed, contracts for the provision of monitoring and consultancy services for the Amu Darya Oil Basin, as well as for the. . .

BACK TO NEWS