د فاریاب ولایت اندخوی د مالګې دریو کانونو عملي چارې پیل شوې
د فاریاب ولایت د اندخوی، درزاب او میمنه د مالګې دریو کانونو عملي چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.
یاد کانونه ۱۴ کیلومټره مربع مساحت لري، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د ۲۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۵ کلونو لپاره د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې دازاد رقابت له لارې ابوسعید شرکت ته په قرارداد ورکړل شوي.
د یادو کانونو د عملي چارو د پیل سره سم په دغو کانونو کې له ۵۰۰ څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، د یادونې وړ ده چې د یادو کانونو د استخراج په پراختیا سره به لا ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د مالګې د تولید له پلوه به افغانستان په ځان بسیا شي.