د فاریاب ولایت اندخوی د مالګې دریو کانونو عملي چارې پیل شوې

urgent_user
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۸:۱۲
س

د فاریاب ولایت د اندخوی، درزاب او میمنه د مالګې دریو کانونو عملي چارې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

یاد کانونه ۱۴ کیلومټره مربع مساحت لري، چې د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د ۲۴ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ۱۵ کلونو لپاره د یوې رڼې پروسې په ترڅ کې دازاد رقابت له لارې ابوسعید شرکت ته په قرارداد ورکړل شوي.

د یادو کانونو د عملي چارو د پیل سره سم  په دغو کانونو کې له ۵۰۰ څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، د یادونې وړ ده چې د یادو کانونو د استخراج په پراختیا سره به لا ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي او د مالګې د تولید له پلوه به افغانستان په ځان بسیا شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۲۳:۵۵
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د اوراسیا څېړنیز مرکز له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن قانت د ۱۴۰۵ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۳۰مه نېټه د شنبې په ورځ، د وزارت د غونډو په تالار کې د قزاقستان د اوراسیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۴۴
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د عزیزي ګروپ کمپنۍ له مسوولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د ډبرو سکرو او طبیعي ګازو له انرژۍ څخه د برېښنا د تولید پر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د بامیان ولایت د اوسپنې کان تړون لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان تړون، چې ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري د (۴۳۸،۹۶۱،۶۲۶) افغانیو په پانګونې او د ۲۰ سلنې. . .

بېرته خبرونه ته