د جوزجان ولایت د جنګل‌کلان سیمې د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو

kamran2_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۵
قرارداد


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس مولوي احمدجان بلال، د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، د یو شمېر رئیسانو او رسنیو استازو په شتون کې، د امو دریا نفتي او ګازي حوزې د جنګل‌کلان بلاک د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون د ۱۴۰۵ لمریزکال د لړم میاشتې په ۱۳مه نېټه د عزیزی د کانونو او پټرولیم شرکت سره لاسلیک کړ.
په همدې مناسبت، د اسلامي امارت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په جوړو شویو مراسمو کې د کانونو او پټرولیم وزیر د خپلو خبرو پر مهال وویل: نن د افغانستان د طبیعي او کاني سرچینو د مدیریت، اقتصادي ودې او د انرژۍ په برخه کې د ځان‌بسیاینې په موخه یو بل مهم ګام اخلو. د خوښۍ ځای دی چې د پلخمري د ډبرو سکرو د کانونو او د جنګل‌کلان د ګاز لرونکو سیمو د اکتشاف، استخراج او پراختیا په موخه د عزیزی د کانونو او پټرولیم شرکت سره تړون د لاسلیک شاهدان یو.
نوموړي زیاته کړه چې د جنګل‌کلان د طبیعي ګازو پروژه، چې د امو دریا د نفتو او ګازو حوزې پورې اړه لري، له درې زره کیلومتره مربع څخه زیاته مساحت لري. د دې پروژې د اکتشاف او استخراج د تړون موده ۳۰ کاله او د ټولې پانګونې اندازه یې ۲۷۵ میلیونه امریکایي ډالره ده.
د دغه تړون له مخې، د افغانستان اسلامي امارت ونډه د ۱۵ سلنه حق‌الامتیاز (رویالټي) سربېره، د استخراج شوي ګازو په برخه کې ۷۰ سلنه ده. د کانونو او پټرولیم وزیر همدارنګه څرګنده کړه، چې د دغه تړون مهم او ځانګړی ټکی، چې له نورو تړونونو سره توپیر لري، د اکتشاف او استخراج د پړاوونو له بشپړېدو وروسته، د استخراج شوي طبیعي ګاز په وسیله د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت رامنځته کول دي. سربېره پر دې، د دې پروژې پلي کول به شاوخوا دوه زره کسانو ته د کار زمینه هم برابره کړي.
په همدې حال کې، د امارتي شرکتونو عمومي رئیس وویل: زموږ موخه یوازې د تړونلاسلیک کول نه دي، بلکې د تړون د شرایطو او مادو سره سم د عملي کارونو پیلول دي. هیله لرو چې دغه تړون د هېواد د خیر، پرمختګ او سوکالۍ لامل شي او زموږ کړېدلي ولس ته د کار زمینه برابره کړي.
ورپسې، د عزیزی ګروپ رئیس میرویس عزیزی، د افغانستان اسلامي امارت او د کانونو او پټرولیم وزارت له مشرتابه څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ، د خپل شرکت د فعالیتونو او پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې د دغه شرکت کاري ټیم د پروژې د عملي فعالیتونو د پیل لپاره اړین چمتووالی نیولی او د پروژې اجرایي چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د هېواد زرګونو وګړو ته د کار زمینه برابره شي. همدارنګه یې له هغو ملي پانګه‌والو او سوداګرو څخه، چې له هېواده بهر مېشت دي، بلنه ور کړه چې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو له برابرېدو څخه په ګټې اخیستنې، هېواد ته راستانه شي او په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۵
Background image

د جوزجان ولایت د جنګل‌کلان سیمې د ګازو د اکتشاف او استخراج تړون لاسلیک شو


د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملاهدایت الله بدري، د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ښاغلي ملا عبدالغني برادر اخوند، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس اخوندزاده، د امارتي شرکتونو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۲:۶
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت د «معادن» مجله له چاپه را ووته

معادن! د کانونو او پټرولیم وزارت اقتصادي، علمي، څېړنیزه او معلوماتي مجله ده، چې د وزارت د مهمو فعالیتونو او لاسته‌راوړنو ترڅنګ، علمي مقالې، څېړنې، معلومات او نور مهم موضوعات پکې خپرېږي.. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۹:۳۷
Background image

د افغانستان د نړیوال نندارتون د پای غونډ ترسره شوه

دا نندارتون چې د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د باختر درخشان شرکت په همکارۍ، د هېواد د کانونو په سکټور کې د پانګونې د وړتیاوو او فرصتونو پیژندلو په موخه جوړ شوی و، د شنبې په ورځ، د. . .

بېرته خبرونه ته