مالي او اداري مرستیال له بهرنیو پانګوالو سره وکتل

kamran_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۱:۲۳
news

د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي حسام‌الدین صابري د ازبکستان او چین هېوادونو له پانګوالو سره وکتل.
یادو پانګوالو د افغانستان اسلامي امارت له لوري د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د برابرولو او د سراسري امنیت د ټینګښت له امله مننه وکړه. همدارنګه یې د فلزي او غیرفلزي کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د کانونو او پټرولیم وزارت مالي او اداري مرستیال د کانونو په برخه کې د پانګونې په موخه د هغوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې د پانګونې لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو سربېره به د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې اړینې همکارۍ ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۲۰:۴۰
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت پلاوي د ازبکستان د کانونو او صنایعو له وزیر سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت تخنيکي پلاوي د ياد وزارت د مقام د پټروليم اړوند چارو ستر سلاکار مولوي احمدجان په مشرۍ او په تاشکند کې د افغانستان اسلامي امارت سفير په شتون کې د ازبکستان د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۲۱:۱۵
Background image

د کانونو او پټرولیم وزیر د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې لیدنه وکړه

د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د دوشنبې په ورځ د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي میاشتې په ۳۰مه نېټه، د خان وزیري د اوسپنې ویلې کولو له کارخونې څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د. . .

بېرته خبرونه ته