د لوی اختر په مناسبت د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبري هیئت د مباركۍ پیغام
د کانونو او پټرولیم وزارت مشرتابه د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت ټولو مسلمانانو ، په ځانګړې توګه د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه، د افغانستان مجاهد او غيرتي ولس، خصوصي سکتور، سوداګرو، پانګوالو او ټولو هغو زړورو مجاهدینو ته چې د افغانستان د باعزته خلکو د امنیت لپاره شپه او ورځ هلې ځلې كوي د زړه له کومې ورته مبارکي وایي او د متعال خدای د عظيم دربار څخه په ګران هیواد کې د اقتصادي خودکفایۍ او دایمي سولې او امنيت غوښتونکي دي
په درنښت
شېخ الحديث شهاب الدين دلاور
د کانونو او پټروليم سرپرست وزير