رسنیز بلنلیک
رسنیز بلنلیک
ټاکل شوې ده، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د باختر درخشان د نندارتونونو جوړولو شرکت په همکارۍ، د افغانستان د کانونو لومړني ځانګړي نندارتون پرانیستغونډه ترسره کړي.
په دغه نندارتون کې به د کانونو په برخه کې د پانګونې فرصتونه او د کانونو د سکټور اړوند بېلابېل توکي او فعالیتونه نندارې ته وړاندې شي.
د رسنیو له ټولو استازو څخه په درنښت هیله کېږي، چې د یاد نندارتون د پرانیستې مراسمو ته د ګډون او خبري پوښښ په موخه تشریف راوړي.
وخت: د چهارشنبې ورځ د لړم (عقرب) میاشتې ۶مه، د سهار ۹:۳۰ بجې
ځای: د افغانستان نړیوال نندارتون مرکز، حضوري چمن، کابل
د اړیکې شمېرې:
۰۷۸۵۹۴۳۶۷۴ – ۰۷۹۷۲۴۶۱۹۲
