د کانونو د انسټیټوت رئیس معرفي شو

kamran2_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۲۳:۵۲
logo

د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه په وړاندیز او د ریاست الوزرا د حکم په اساس عبدالخالق چوپان د کانونو انسټیټوت د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په یاده غونډه کې د مقام د دفتر عمومي رئيس الحاج معراج محمد معراج د کارکوونکو چارو ریاست رئیس مولوي احمد ضیا‌ء خاکسار او یو شمېر نورو رئیسانو ګډون کړی و، د مقام د دفتر عمومي رئیس د مخکیني رئیس د کارونو ستاینه وکړه او ښاغلي چوپان ته یې د نوې دندې مبارکي ورکړه ویې ویل: په اداراتو کې بدلون یو اصل په همدې موخه باید د مشرانو د اوامرو اطاعت وشي تر څو ملت ته د خدمت جوګه شو.
د کانونو انسټیټوت رئیس ژمنه وکړه چې ورسپارل شوې چارې به په پوره روڼتیا او د هېواد منل شویو قوانینو په رڼا کې د وزارت د مشرتابه سره په همغږۍ ترسره کړي.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۲۲:۱
Background image

د ټاپي سترې پروژې چارې په چټکتیا سره روانې دي

د ټاپي سترې پروژې رغنیزې چارې دا مهال د افغانستان په هرات ولایت کې په چټکتیا سره له کوم ځنډ پرته رواني دي. تر دې دمه څه باندې ۶ کیلومټره نللیکه غځول شوې او ۵۵۰۰ مټره نللیکې سیمې ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۲۳:۵۲
Background image

د کانونو د انسټیټوت رئیس معرفي شو

د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه په وړاندیز او د ریاست الوزرا د حکم په اساس عبدالخالق چوپان د کانونو انسټیټوت د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په یاده غونډه. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۵:۳۰
Background image

د بامیانو ولایت د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړونونه لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست الحاج ملا هدایت الله بدري د بامیانو ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د سرب او جستو د پنځو بلاکونو تړون یې د افغان جرمن، الحرمین، ګاما ایګل، کندهار خوګیاڼي او. . .

بېرته خبرونه ته