د کانونو د انسټیټوت رئیس معرفي شو

kamran2_admin
Mon, Jan 27 2025 11:52 PM
logo

د کانونو او پټرولیم وزارت د مشرتابه په وړاندیز او د ریاست الوزرا د حکم په اساس عبدالخالق چوپان د کانونو انسټیټوت د نوي رئیس په توګه د یاد ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په یاده غونډه کې د مقام د دفتر عمومي رئيس الحاج معراج محمد معراج د کارکوونکو چارو ریاست رئیس مولوي احمد ضیا‌ء خاکسار او یو شمېر نورو رئیسانو ګډون کړی و، د مقام د دفتر عمومي رئیس د مخکیني رئیس د کارونو ستاینه وکړه او ښاغلي چوپان ته یې د نوې دندې مبارکي ورکړه ویې ویل: په اداراتو کې بدلون یو اصل په همدې موخه باید د مشرانو د اوامرو اطاعت وشي تر څو ملت ته د خدمت جوګه شو.
د کانونو انسټیټوت رئیس ژمنه وکړه چې ورسپارل شوې چارې به په پوره روڼتیا او د هېواد منل شویو قوانینو په رڼا کې د وزارت د مشرتابه سره په همغږۍ ترسره کړي.

 

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS