د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له سلاکار سره وکتل

kamran_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۱۳
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۹نېټه د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له سلاکار او د یاد هېواد د رېل پټلۍ شرکت له مرستیال سره په خپل کاري دفتر کې وکتل په دې لیدنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د دواړوهېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه والي باندې بحث او نظرونه شریک کړل.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی شتون یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لامل وباله او دغه راز یې د هېواد پر کاني سرچینو هم خبرې وکړې.
د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت سلاکار د وزارت د رهبرۍ له مېلمه پالنې مننه وکړه او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال د هغوی د لېوالتیا هر کلی وکړ او د کان کیندنې د قانون او کړنلارې اړوند یې ورسره د همکاريو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۶:۲۶
Background image

مطبوعاتي بلنلیک

د کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې سبا د یکشنبې په ورځ د ١٤٠٤ لمریز کال د وږي(سنبلې) میاشتې په ٢٣مه نېټه سهار ٩ بجې د طوطي میدان ګازي سیمې عملي چارې د یوې غونډې په ترڅ پرانیزي،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۵:۴۵
Background image

د ‌کانونو او پټروليم وزير له آمو دريا نفتي حوزې څخه ليدنه وکړه

د‌ کانونو او پټروليم وزير ښاغلي الحاج ملا هدايت الله بدري او ورسره مل پلاوي شمالي ولايتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن شنبه د آمو دریا نفتي حوزې له قشقري سيمې څخه ليدنه وکړه او د دغې سترې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۰:۱۳
Background image

د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له سلاکار سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۹نېټه د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له سلاکار او. . .

بېرته خبرونه ته