د پالیسۍ او برنامو مرستیال د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له سلاکار سره وکتل

kamran_admin
Thu, Sep 11 2025 10:13 AM
news

د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او برنامو مرستیال شیخ الحدیث مولوي عبدالرحمن قانت د چهارشنبې په ورځ د ۱۴۰۴ لمریز کال د وږي میاشتې په ۱۹نېټه د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له سلاکار او د یاد هېواد د رېل پټلۍ شرکت له مرستیال سره په خپل کاري دفتر کې وکتل په دې لیدنه کې دواړو لورو پر بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د دواړوهېوادونو ترمنځ د اړیکو پر ښه والي باندې بحث او نظرونه شریک کړل.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی شتون یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا لامل وباله او دغه راز یې د هېواد پر کاني سرچینو هم خبرې وکړې.
د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت سلاکار د وزارت د رهبرۍ له مېلمه پالنې مننه وکړه او د افغانستان د کانونو په برخه کې یې د پانګونې په موخه خپله لېوالتیا څرګنده کړه.
د پالیسۍ او برنامو مرستیال د هغوی د لېوالتیا هر کلی وکړ او د کان کیندنې د قانون او کړنلارې اړوند یې ورسره د همکاريو ژمنه وکړه.

Latest news

Tue, Jun 17 2025 8:22 AM
Background image

د کانونو او پټرولیم وزارت او افچین شرکت تر منځ د آمو دریا نفتي حوزې تړون فسخه شو

د آمو دریا نفتي حوزې د اکتشاف او استخراج تړون چې د کانونو او پټرولیم وزارت او آفچین شرکت تر منځ د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک شوی و، د قراردادي شرکت له لوري د تړون له ژمنو څخه د پر له پسې. . .

Wed, May 03 2023 9:26 AM
Background image

A four-way coordination meeting for electricity generation from gas sources was held at the Ministry of Energy's Deputy Energy and Water Department.


   In this meeting, Honorable Engineer Diploma Wahidullah Halimi, Deputy Technical Minister of the Ministry of Mines and Petroleum, and Honorable Mullah Abdul Qahir Idris, Deputy. . .

BACK TO NEWS