د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

kamran2_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۲۰:۳۲
*د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې*

د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ د سمنټو پروژې عملي چارې د ۱۴۰۵ لمریز کال د زمري میاشتې په ۱۸مه نېټه، د یکشنبې په ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پیل شوې.

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري، یو شمېر وزیرانو، د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام‌جار، د ګلبهار شرکت رئیس او د رسنیو استازو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د هرات والي راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د یادې پروژې د عملي چارو د پیل په اړه یې خوښي څرګنده کړه. نوموړي وویل: د داسې سترو پروژو په پلي کېدو سره به د هرات ولایت د بیارغونې او اقتصادي پرمختګ په برخه کې د پام وړ بدلون رامنځته شي. نوموړي د یادې کارخونې مسوولینو ته له خپل لوري د هر ډول قانوني همکاریو ډاډ ورکړ.
ورپسې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د خپلو خبرو پر مهال وویل: افغانستان د کاني زېرمو له پلوه یو غني هېواد دی، اسلامي امارت هڅه کوي، چې له شته امکاناتو او طبیعي سرچینو څخه په اغېزمنې ګټې اخیستنې سره د هېواد اقتصادي زېربناوې پیاوړې او ورغوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د پانګه‌والو د ملاتړ په موخه مالیاتي تخفیفونه، معافیتونه او نورې اسانتیاوې رامنځته شوې دي او اسلامي امارت هڅه کوي، چې د مالي او بانکي محدودیتونو اغېزې راکمې او شته ستونزو ته مناسبې حل‌لارې پیدا کړي.
همدا راز د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت‌الله بدري د هرات ولایت د سمنټو پروژه ارزښتناکه وبلله ویې ویل: نن ورځ د هرات ولایت، په ځانګړې توګه د زنده‌جان ولسوالۍ د خلکو لپاره، یوه مهمه او د هېواد د اقتصادي او صنعتي پرمختګ په برخه کې د پام وړ ورځ ده؛ ځکه د ګلبهار سمنټ شرکت له لوري د سمنټو د یوې سترې کارخونې د جوړولو ساختماني چارې پیلېږي.

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې


نوموړي وویل، چې د دې سترې پروژې د پانګونې حجم شاوخوا ۱۴۳ میلیونه امریکايي ډالره دی او ټاکل شوې، چې د کارخونې د جوړولو وروسته به هره ورځ شاوخوا ۳۰۰۰ ټنه سمنټ تولید کړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر زیاته کړه، چې د دې پروژې اهمیت یوازې د سمنټو تر تولید محدود نه دی؛ بلکې د هېواد د اقتصادي ودې، د صنعت د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د ودانیزو چارو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې به هم مهم رول ولوبوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د هېواد له طبیعي سرچینو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې، د پانګونې د جذب او د خصوصي سکټور د ملاتړ په برخه کې خپل مسوولیت ته ژمن دی او له ټولو پانګه‌والو او خصوصي شرکتونو یې وغوښتل، چې د هېواد په اقتصادي او صنعتي پرمختګ کې لا ډېر فعال رول ولوبوي.
په پای کې د یادې کارخونې رئیس ډاډ ورکړ، چې د پروژې چارې به د ټاکل شوي مهال‌وېش له مخې په ښه کیفیت او پر وخت بشپړې کړي.

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

 

د هرات ولایت د سمنټو پروژې ساختماني چارې پیل شوې

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۹:۲۶
Background image

اختتام دورۀ پراکتیک محصلین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل و پوهنتون بلخ

پروگرام پراکتیک تولیدی محصلین رشته استخراج معادن زیر زمینی به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی  از سوی ریاست انستیتوت معادن برای 45  تن از محصلین پوهنتون پولی‌تخنیک کابل و رشتۀ انجنیری. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۲۰:۱
Background image

معینان جدید وزارت معادن و پترولیم معرفی شدند

بر اساس حکم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله)، معینان جدید مالی و اداری، تخنیکی، سروی و جیولوجی یک شنبه مورخ ۱۴۰۵/۵/۱۱از سوی محترم شیخ الحدیث نورالحق انور رئیس عمومی ادارۀ امور، محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۴۸
Background image

اختتام برنامه آموزشی اساسات مدیریت پروژه

برنامه آموزشی تحت عنوان اساسات مدیریت پروژه که به‌منظور ارتقای ظرفیت‌های تخنیکی و مدیریتی ۴۰ تن از مسؤولین ریاست‌های مرکزی و ریاست‌های معادن ولایات، به‌گونۀ آنلاین که از تاریخ ۳ سرطان. . .

BACK TO NEWS