د کندهار کانونو ریاست

د کندهار کانونو ریاست د رئیس ژوند لیک

د یپلوم انجینر خان اقا تره خیل په  ۱۳۳۸ه ش کال د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالی د تره خیلو کلي په یوه عزتمنده کورنۍ کې دنیا ته سترګې وغوړولې. ښاغلی تره خیل د کورنۍ دیني زده کړو ترڅنګ، په ۱۳۴۵ هجری شمسي کال قرغیو لیسې ته شامل او په ۱۳۵۷ هجري شمسي کې د یاد ښوونځي څخه په اعلی درجه فارغ او د فارغت سرسم د کانکور ازموینې له لارې د لوړو نمرو په اخیستلو سره  د یوکراین جمهوریت د دنسک ښار پولیتخنیک انسټیټیوټ ته په ۱۹۸۰ زیږدیز کال کې شامل او په ۱۹۸۶زیږدیز کال کې د یاد انسټیټیوټ څخه د ساختمان معدن په رشته کې تر ماسترۍ کچې خپلې زده کړې بشپړې کړې.

ښاغلي تره خیل هېواد ته د رستنیدو سره سم په خدمت کولو لاس پورې کړ، چې په ۱۳۶۵ هجری شمسي کال، عسکري مقدس خدمت ته راودنګل او په پوره ژمنتیا سره یې پوره شپږ کاله یاده مقدسه دنده پرمخ یوړه او له هغې وروسته په کال ۱۳۷۱ ه ش کې د جمهوري ریاست د محرمو اسنادو په دفتر کې پوره لس کاله دنده ترسره کړه. ښاغلی تره خیل د نوي حکومت له رامنځته کیدو وروسته په ۱۳۸۱ ه ش کې د ننګرهار ولایت د کانونو د لوی آمریت د آمر په صفت په کار پیل وکړ، چې همغه مهال یاد آمریت ریاست ته ارتقا وکړه. ښاغلی تره خیل هم په یاد ریاست کې د سرپرست رئیس په حیث لس کاله دنده پرمخه وړي.

او همدارنګه ښاغلی تره خیل د خپلو مسلکي زده کړو او کاري تجربو له کبله په ۱۳۹۱ه ش کال کې د آزادې سیالۍ له لارې د کندهار ولایت د کانونو ریاست د رئیس په صفت مقرر او تر دې مهاله په ورته ریاست کې د رئیس په صفت دنده پرمخ بیایې.

ښاغلي تره خیل د خپلو غوره کاري کړنو لکه: په اداره کې د قانون حاکمیت، د فساد سره د مبارزې، په اداره او فني برخه کې د ظرفیت لوړونې او له ټولو دولتي اداراتو سره د غوره همکارۍ اړیکې درلودلي چې له امله یې په څلور درېمه درجه تقدیر نامو او درېو تحسین نامو د بیلابیلو ارګانونو لخوا ستایل شوی هم دی.

شماره تلیفون : 0780201895

ایمیل آدرس : kandahar@momp.gov.af

آدرس :  رو بروی عینو مینه

اوقات کاری: 8:30 الی 3:30