ولې د اوسپنې د نقره خانې په زيرمه پانګه اچونه؟
د اوسپنې د نقره خانې زیرمه د پنجشیر ولایت په پریان ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د پلازمینې څخه د (۱۸۰) کیلومټره واټن په درلودلو سره، ډیره د ارزښت او اهمیت وړ ګرځیدلې.
کانونو او پټرولیم وزارت په پام کې لري چې د دغې لویې کاني زيرمې لپاره، په نږدې راتلونکي کې د پانګې اچونې زمینه برابره او د پلټنې او ګټې اخیستنې لپاره یې داوطلبۍ ته وسپاري.