د کانونو او پټرولیم وزیر د ترکیې له شارژدافیر سره وکتل
د کانونو او پټرولیم وزیر الحاج ملا هدایت الله بدري د ۱۴۰۵ لمریز کال د وري میاشتې په ۱۶مه، د یکشنبې په ورځ په خپل کاري دفتر کې د ترکیې له شارژدافیر سادین ایلدیز سره ولیدل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې د پانګونې فرصتونو او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
د ترکیې شارژدافیر څرګنده کړه، چې ترکي شرکتونه لېوالتیا لري تر څو د سروزرو او نورو کاني زېرمو په برخه کې پانګونه وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزیر ورته د ښه راغلاست تر څنګ د دوی د لېوالتیا هرکلی وکړ او دغه راز یې د افغانستان کانونو په ځانګړې توګه د نفتو او ګازو زېرمو په برخه کې د پانګونې بلنه ورکړه.
